Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فارق نایک: د افغانستان سرپرست حکومت دې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي

فارق نایک: د افغانستان سرپرست حکومت دې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/12

د مشهور دیني مبلغ ډاکټر ذاکر نایک زوی شیخ فارق نایک افغانستان ته راغلی او دلته به د حکومتي چارواکو ترڅنګ له یو شمېر دیني علماو سره هم ناستې او خبرې ولري.

شیخ فارق نایک هم د خپل پلار په څېر د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ځي او هلته د خپلو تقریرونو له لارې د اسلام مبارک دین په رڼا کې د سولې او ورورلۍ پیغام ورکوي.

نوموړي له شمشاد سره په خبرو کې وویل، ډېر د خوښۍ احساس کوي چې تاریخي او ښکلي افغانستان ته راغلی او دلته یې پر دین مین او مینه ‌ناک خلک ولیدل.

نایک وايي: « افغانان ډېر با ایمانه او پر اسلامي عقیدې کلک ولاړ خلک دي او هیله لرم چې تر پایه پر خپلې عقیدې، قران او حدیثو ولاړ ژوند ولري. زما یې ډېر قدر وکړ او کلک هرکلي ته مې ولاړ وو. زه بیا هم وایم چې افغانان ډېر د قوي ایمان خلک دي او زما پیغام دا دی چې دوی ټول خپل ژوند د قران او حدیثو په رڼا کې پرمخ یوسي.»

د دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک زوی همدارنګه په افغانستان کې پر اوسني سرپرست حکومت هم غږ وکړ چې نوره اړتیا ده چې د نجونو پر وړاندې د زده ‌کړو دروازې پرانیزي.

د نوموړي په خبره، د یوې ټولنې او هېواد د پرمختګ لپاره اړتیا ده چې ټولې نجونې او ښځې په یو وخت کې دیني او عصري زده ‌کړو ته لاس‌ رسی ولري.

هغه زیاتوي، د دې لپاره لومړی اړتیا ده چې هغوی لپاره مناسب او اسلامي چاپیریال رامنځته شي.

نایک په دې اړه وايي: « موږ او تاسې ټول پوهېږو چې د ښځو زده ‌کړې خورا زیاتې مهمې دي، ځکه چې موږ لوستو ښځو ته اړتیا لرو. ښځې باید دواړه اسلامي او عصري زده ‌کړو ته لاس ‌رسی ولري، خو لومړی اړتیا ده چې هغوی ته د اسلامي اصولو په چوکاټ کې یو چاپیریال رامنځته شي. د ښځو زده ‌کړې د دې لپاره هم اړینې دي چې موږ باید ښځینه ډاکټرانې ولرو او که اړتیا شوه، نو ښځینه ناروغانې باید ښځینه ډاکټرې ته ور ولو.»

شیخ فاروق نایک همدارنګه له شمشاد سره په خبرو کې د فلسطین په اړه هم اندېښنه وښوده او ویې ویل، غزه کې ښکار ټولوژنه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه، هیله لري یوه ورځ د فلسطین خلک هم خپلو مشروع غوښتنو او هیلو ته ورسیږي.

نایک په دې اړه وايي: « موږ ګورو چې د فلسطین په غزه کې ښکاره ټولوژنه روانه ده. پر فلسطینیانو ظلم یوزاې اسلامي نړۍ نه بلکې غیر اسلامي نړۍ هم مني او وایي، د فلسطین له خلکو سره ظلم روان دی، خو موږ هیله لرو چې یوه ورځ به د فلسطین خلک خپلو غوښتنو او هیلو ته ورسیږي او یو خپلواک او ازاد فلسطین به لرو.»

د ذاکر نایک زوی شیخ فارق نایک همدارنګه هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ به یې پلار هم افغانستان ته راځي او دلته به له افغانان سره له نږدي وګوري.

د يادونې ده چې تېر کال په خټه هندی مبلغ ذاکر نايک او د هغه زوی شيخ فاروق نايک د پاکستان د حکومت په بلنه پاکستان ته تللي وو.

 ذاکر نایک د کراچۍ په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې لکچرونه ورکړل.

ذاکر نایک په هند کې د پیسو وینځلو او پارونکو ویناوو په قضیه کې تورن دی. نوموړی دا مهال په مالیزیا کې اوسېږي او د هند حکومت د هغه د ورسپارلو هڅې کوي.

د پیس(سولې) ټلوېزیون چې د ذاکر نایک ویناوې خپروي، د هند، بريټانیا او بنګله دېش په ګډون په یو شمېر هېوادونو پرې بندیز لګولی. ذاکر نایک خپله د پیس تلویزیون مالک هم دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist