Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لاهم په چټکۍ روانه ده

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لاهم په چټکۍ روانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/12

له تېر کال راهیسې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ په اوسط ډول زرګونه کسان له دغو هېوادونو په جبري ډول ایستل کېږي.

په پاکستان کې مېشت کډوال وايي، د افغانانو پر وړاندې د پولیسو ناوړه چلن څو برابره زیات شوی او په دې وروستیو کې هغه کسان هم تنګوي چې قانوني اسناد په لاس کې لري.

دوی وايي، دغې چارې د عامو وګړو ترڅنګ د هغو افغان محصلینو ژوند هم تریخ کړی چي هلته پر زده کړو بوخت دي.

ازاد خبریال طاهرخان وايي: « د هغو محصلینو لپاره ځینې ستونزې شته چې د پاکستان په مختلفو پوهنتونو کې زده کړې کوي. موږ ته یو شمېر هغو محصلینو چې دلته د پاکستان په بورسونو راغلي، ویلي چې لاهم د وېزو د تمدید ستونزه لري.»

پاکستان  کې مېشت افغان مجاهد شینواری وايي: « افغان مهاجرین له ډېرو ستونزو سره مخ دي، دلته یې چکن نه کېږي او هلته د پولیسو له خوا نیول کېږي. تېره ورځ د زاخېلو په یوه چکن کمپ کې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

په ورته مهال، ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو له درې واړو هېوادونو د خبرو اترو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) اجراییوي مرستیال په خپل راپور کې ویلي چې د  کډوالو د ایستلو لړۍ له پیل کېدو راهیسې، له یادو دوو هېوادونو څه باندې  ۲ میلیونه افغانان راستانه کړل شوي چې شاوخوا نیم میلیون هغه یې ماشومان دي.

ټېډ چیبان د کډوالو قضیې ته په سم ډول د رسېدنې په موخه د ایران، پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډو خبرو اترو غوښتنه کړې، ترڅو دغه لړۍ له ستونزو او ننګونو پرته په څو پړاوونو کې عملي شي.

نوموړي دغه ‌راز له مرسته کوونکو ادارو غوښتي چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره بشري مرستې ډېرې کړي.

بله خوا، ایران کې هم د کډوالو پر وړاندې د پولیسو له ناوړه چلن شکایت کېږي.

په ورته مهال، د کډوالو مدافعین په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې د چلن له سختېدو خبر ورکوي.

دوی وايي، که سرپرست حکومت له ایراني چارواکو سره خبرې ونه ‌کړي، هغه زده کړیالان به زیانمن شي چې په قانوني توګه دې هېواد ته راغلي.

د کډوالو د حقونو چارو فعال ګلاخان بهادري وايي: « قانوني مېشت افغان کډوال او په ځانګړې توګه محصلین هم له دې ستونزو خوندي نه دي. د اقامت تمدید، د سندونو تایید او د لوړو تحصیلي فیسونو فشار او د ځینو لوړو تحصیلي برخو له لوست ممنوعیت د دوی د زده کړو او مسلک په لاره کې جدي خنډونه جوړ کړي دي.»

دا هرڅه داسې مهال دي چې د کاناډا د کډوالۍ ادارې په یوې تازه اعلامیه کې د هغو راپورونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې چې له مخې یې تاجیکستان هم د افغان کډوالو د ایستنې لړۍ پیل کړې ده.

دغې ادارې ویلي، د مهاجرت له نړیوالو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي چې د هغو افغانانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي چې ټاکل شوې په یاد هېواد کې مېشت شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist