په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) په تازه درې میاشتني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزولی.
په دې راپور کې ذکر شوي موارد د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال د اپرېل، مې او جون میاشتې رانغاړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارښوونو سره سم، د یوناما د بشري حقونو څانګې له لوري لیکل شوی او په کې ویل شوي چې په دې موده کې د ښځو پر کار، زده کړو، ټولنیزو او رسنیزو ازادیو لګول شوي محدودیتونه لاهم نه دي نرم شوي.
په راپور ادعا شوې چې د اسلامي امارت عدلي او قضايي ادارو په يو شمېر ولایتونو کې پر ځینو کسانو د قصاص او بدني سزاګانې تطبیق کړې، یو شمېر کسان په چاودنو کې ټپیان او وژل شوي او دغه راز د رسنیو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه وضع شوي دي.
د دې ترڅنګ په راپور د سرپرست حکومت هڅو ته هم اشاره شوې او په کې ويل شوي چې د ځمکو د غصب مخنیوي لپاره عدلي اجراات شوي او په یو شمېر ولایتونو کې د نشه یي توکو پر ضد کمپاینونه هم شوي دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: « برحاله چارواکو له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوي ته دوام ورکړی… دوی د ښځو د کار حق منع کوي. په داسې حال کې چې په عام ډول دا مني چې اسلام ښځو ته د کار او کسب کولو اجازه ورکوي.»
بل پلو، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په یوه نوي راپور کې د ښځو وضعیت څېړلی او په کې یې په دې تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
دغې ادارې د نجونو پر زده کړو د محدودیت راتلونکو پایلو ته په اشارې ویلي، دې کار نه یوازې د دوی وضعیت له جدي ستونزو سره مخ کړی، بلکې ترڅنګ يې د ښځو د منځني عمر کچه د پخوا په پرتله راټیټه شوې او په کم عمر کې يې ودونه هم زیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اداره وايي: « پایلې ویجاړوونکې دي. ښځې د پخوا پرتله کم عمر کوي، د صحي ژوند کیفیت یې رالوېدلی. د مېندو د مړینې ګواښ او د کم عمره نجونو د ودونو ګراف لوړ شوی او په ټوله کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.»
له دې ټولو ادعاوو سره، اسلامي امارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدلو تورونه او په یادو دوو راپورونو کې ذکر شوي موارد ناسم او په کلکه ردوي.
چارواکي وايي، د شریعت له مخې ښځو ته د ورکړل شویو حقونو تحقق ته ژمن دي او په تېره څلور کلنه موده کې یې د هغوی ګڼ حقونه تامين کړي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « دا ډول ادعاوې ناسمې دي چې ګواکي ښځې او نجونې په افغانستان کې له تاوتریخوالي، جبري او یا له وخت وړاندې نکاح سره مخ دي. اسلامي امارت له ښځو سره د هر ډول زور زیاتي، جبري نکاح، د کم عمره نجونو واده کولو او په بدو کې ورکولو مخه نیولې؛ ښځو ته په میراث کې حق ورکول کېږي، غږ یې اورېدل کېږي، په محاکمو کې د نارینه او ښځینه دواړو قضیو ته رسېدنه کېږي.»
بل پلو، د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانې د یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو برخې راپورونو ته په اشارې له اسلامي امارت د زده کړو او کار ترڅنګ هغوی ته د حقونو د ورکړې غوښته هم کوي.
د ښځو د حقونو مدافعه مذلفه کاکړ وايي: « که غواړئ چې زموږ هېواد هم پرمختګ وکړي او له نورو هېوادونو سره سیال شي، پرېږدئ چې نجونې باسواده شي، دوی ته د زده کړو فرصتونه برابر کړئ، دا په هره هغه چوکاټ کې چې تاسو یې غواړئ او د اسلامي چوکاټ نوم ورکوئ، په هماغه چوکاټ نجونو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړئ.»
دا په داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو ګڼو ادارو له دې وړاندې په خپلو راپورونو کې په کراتو افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره بیا د نجونو او ښځو وضعیت ته په اشارې، پر سرپرست حکومت ګڼې نیوکې کړې، خو اسلامي امارت دغه نیوکې بېځایه بللې او په دې تړاو یې هر ډول تورونه رد کړي دي.