Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
باجوړ کې د قومي مشرانو او ټي.ټي.پي مذاکرات بې پايلې پای ته ورسېدل

باجوړ کې د قومي مشرانو او ټي.ټي.پي مذاکرات بې پايلې پای ته ورسېدل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/10

د پاکستان پوځ د جولای پر ۲۹مه له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د مومندو ايجنسۍ په باجوړ کې د سربکف په نوم نظامي عملیات پيل کړي، خو د ځايي اوسېدونکو له سخت مخالفت سره مخ شوي دي.

د سیمې خلکو له مخالفت سربېره هم د پاکستان پوځ دغه عمليات وکړل او په کې د ملکي مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ د باجوړ ۱۶ کليو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شو چې خپل کورونه خالي او نورو امن ځايونو ته کډه شي.

خو ځايي قومي مشرانو د دې عملياتو په مخالفت کې د جمعيت علمای اسلام ګوند مخکښ غړي هارون رشيد پر مشرۍ د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) له ځايي قوماندانانو سره د سولې مذاکراتو لپاره جرګه وټاکله.

د جرګې د هڅو په پايله کې که څه هم د اګسټ پر ۴مه دوه ورځنی اوربند وشو، خو خپل هغه هدف ته چې ټي‌ټي‌پي به د باجوړ له ګڼ ‌مېشتو سيمو وځي او په بدل کې به يې د پاکستان پوځ عمليات نه کوي، ونه رسېدل.

ازاد خبریال طاهرخان په دې اړه وايي: « خلک له دې عملیاتو سره متفق ځکه نه دي چې هغوی وايي دغو عملیاتو عامو خلکو ته زیان رسولی، همدا خبره د جرګې د مشرانو یو دریځ او موقف هم و. خو جرګه یوازې خواست او خبرې کولی شي، اوس به وکتل شي چې څه کېږي؛ که چېرې جګړه کېږي نو عامو خلکو ته به هم زیان رسي.»

په قبايلي سيمو کې د وضعيت څارونکي د پاکستان پوځ تورنوي چې غواړي په ورته عملياتو سره د ضرب‌ غضب عملياتو ترخه تجربه تکرار کړي؛ هغه عملیات چې په کې د شمالي وزيرستان قومي مشران، فعالان او د دوی عامه تأسیسات له منځه یوړل شول.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « دلته موضوع د ټي.ټي.پي نه ده؛ ځکه ټي.ټي.پي په ټوله پښتونخوا کې ده نه یوازې باجوړ کې.  اصلي خبره دا ده چې د پاکستان پوځ نه غواړي په پښتنو سیمو کې امن راشي او هوسا ژوند ولري، ځکه بیا پنجاب په دوی حکومت نه شي کولی. پاکستان غواړي د پښتنو سیمو شتمنۍ ولوټي.»

ځينې نور بيا په قبايلي سيمو کې د پاکستان پر پوځ خونړيو بريدونو ته په کتو د دې هېواد پوځ تر فشار لاندې بولي او زياتوي چې پر پاکستاني طالبانو تحریک د زور نه رسېدو په صورت کې غواړي، ورته د اوښتي ځاني زيان بدله په باجوړ کې د عملياتو له لارې له عامو خلکو واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « اصلي خبره دا ده چې پاکستان غواړي پښتانه داسې غلامان کړي چې د خپلو حقونو د غوښتلو خبره پورته نه کړي. همدا اوس موږ وینو چې له وزیرستان تر باجوړ پورې چې د پښتنو په سیمو کې کومه مرګ ژوبله روانه ده، داسې ده لکه اسراییل چې په غزه کې په فلسطینیانو ظلم کوي؛ د پاکستان پوځ پر پښتنو همداسې بمباري کوي او خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړوي.»

په باجوړ کې لومړی ځل په ۲۰۰۶ کال کې پوځي عملیات وشول، هغه مهال هم د پاکستان پوځ ویلي و چې له عملياتو يې موخه له وسله‌ والو د سيمو پاکول دي؛ خو پايله يې برعکس ملکي مرګ ژوبله او د خلکو بې ‌ځايه کېدل شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist