Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هبت الله: د هغو کسانو ستونزې دې حل شي چې  د هېواد پرېښودل غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/08

بهرنیو هیوادونو ته د تلونکو افغانانو په اړه د افغانستان والیانو ته د ا.ا مشرتابه مولوي هبت الله اخندزاده لارښوونې کړې دي.

هبت الله په تازه خپاره کړي پیغام کې ویلي، له هغو افغانانو سره دې مرستې وشي،چې د سیاسي او اقتصادي ستونزو په پلمه هېواد پرېږدي.

د هبت الله د پیغام یوه برخه:« غربي هېوادونو ته تلونکي افغانان د اوسیدو د جواز په خاطر د اسلام او اسلامي نظام خلاف تهمت او جعلي اسنادو برابرولو ته اړ کېږي او هلته په عادي او ان په ځنو حقیرو چارو کې ورته دنده پیدا کېږي.‍‍له دې امله دې واليان، اړوند مسوولین او علماء کرام له یادو کسانو سره مخامخ وګوري،د هغوی ستونزې دې واوري او د ممکنه حل لارو په پیدا کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.»

شنونکي دغه پیغام یو نیک او مثبت اقدام بولي،چې پر ملي او نړیواله کچه به مثبت غبرګونونه ولري.

دوی وایي، بل پلو به هغه هېوادوالو ته ډاډ پیدا شي، چې له وېرې جلا وطنۍ ته اړ شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی غلام حضرت احساسوايي:«  دا یو ډېر نیک او مثبت اقدام دی. دا به هم په ملي او هم پر نړیواله کچه مثبت انعکاسات ولري،دا به زموږ یو شمېر هغه هېوادوالو ته نسبي ډاډ ورکړي،چې په اوسني نظام ډاډه شي،چې دا نظام د ولس لپاره او د راتلونکې هوسا ژوند لپاره تدابیر لري.»

خو ځنې نور بیا یوازې دغه ډول پیغامونه د حل لاره نه بولي او وړاندیز کوي،چې اسلامي امارت د خلکو اندېښنو او ستونزو حل لپاره باید عملي اقدامات وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي:« اوسنی حالت او اوسنی حاکمیت لامل شوی،چې خلک، ځوانان او شتمنۍ له هېواده ووځي.»

هبت الله ویلي، غربي هېوادونو ته تلونکي افغانان د لارې په اوږدو او د کډوالو پندغالو کې له ناوړه حالاتو سره مخ کېږي،چې د خپلوانو د خفګان لامل ګرځي او دغه راز د ځینو مغرضو برنامو له مخې عقائد، اخلاق او معنوي ارزښتونه یې هم له خطر سره مخ کېږي.

دغه راز نوموړي ولایتي مسوولینو ته د امنیتي تدابیرو د لازیاتوالي او د خلکو اندېښنو حل سپارښتنه شوې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی
افغانستان

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي
افغانستان

نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

جولای 21, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist