افغان هوايي ځواک د لومړي ځل لپاره شپني بریدونه وکړل.
د سوپر توکانو سپکو جنګي الوتکو له لوري دغه لومړني هوايي بریدونه د یکشنبې په شپه ارزګان کې شوي دي.
د افغانستان د هوايي ځواک ویندوی جلال الدین ابراهیم خېل وايي چې د دې بمبارۍ په نتیجه کې، چې د شپې له لوري وشوه، د طالبانو ډېره وسله او مهمات هم ویجاړ شوي دي.
د افغانستان حکومت هڅه کوي چې هوايي ځواک پراخ او غښتلی کړي چې پر بهرنیو پوځیانو یې تکیه ختمه شي.
د افغانستان د هوايي ځواک ویندوی د یکشنبې د شپې هوايي برید ډېر مهم مخ په وړاندې ګام وباله او ویې ویل«موږ به هڅه وکړو چې په راتلونکې کې دا ډول حملې زیاتې کړو.»
امریکايي ورځپاڼه سټارز انډ سټرایپس وايي، د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه له څو میاشتو راهیسې په بېلابېلو الوتکو افغان پېلوټانو ته د شپې د عملیاتو روزنه ورکوي.











