له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج ته د غبرګونونو پر دوام، دا ځل د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي چې د پي.او.ار افغان کارټ لرونکو افغانانو جبري اخراج لړۍ ودروي او د دې کارټونو د اعتبار موده تمدید کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمیشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) ټينګار کړی چې له پاکستانه د کډوالو اخراج باید پر خپله خوښه، خوندي او باعزته توګه ترسره شي.
دغې کمېشنرۍ ویلي، پاکستان ټولو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته به خپل هېواد ته وشړل شي.
د ملګرو ملتونو کډوالو سترې کمېشنري زیاته کړې: « سږ کال له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو په لویه کچه راستنېدلو د دوی لپاره په اساسي خدمتونو، کورونو، معیشت او په خپله کوربه ټولنو ډېر فشار راوړی او له امله یې په افغانستان کې بشري بحران نور هم سخت شوی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ستره کمېشنري د پاکستان له حکومت په کلکه غوښتنه کوي چې د هغو افغانانو لپاره چې د نړیوالې ساتنې دوامداره اړتیاوې لري، د غیر ارادي راستنولو اقدام ونه کړي او د طبي اړتیاوو لرونکو افغانانو په شمول هغه کسان چې اوس مهال په پاکستان کې لوړې زده کړې کوي او یا يې ودونه کړي، د قانوني پاتې کېدو اجازه ورکړي.»
د یاد بنسټ د راپور له مخې، د اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې د جولای تر پایه له ایرانه ۱.۴میلیونه کسان او له پاکستانه بیا ۳۰۳ زره کسان افغانستان ته اخراج شوي دي.
افغان کډوال وایي، پاکستان کې يې د نیولو او ځورولو لړۍ تېزه شوې او له سرپرست حکومت غواړي چې هلته د افغان کډوالو حقونه خوندي کړي، ترڅو پاکستان کې د افغان کډوالو جبري اخراج لړۍ هم ودرول شي.
په پاکستان کې دېره افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « د پاکستان حکومت وايي چې افغان مهاجرین باید په یوه میاشت کې له دې هېواده ووځي، دا یوه ناممکنه خبره ده؛ ځکه چې ۱.۴ میلیونه مهاجرین پي.او.آر کارتونه لري او له دې سره ۳۰۰ تر ۴۰۰ زرو نور افغان مهاجرین د پنها غوښتنې سرټیفيکېټ (اې.سي.سي)کارټونه لري. دا مهاجرین په یوه یا دوو میاشتو کې نه شي وتلی، ځکه چې دلته پراخ کاروبارونه لري.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین تازه څه نه وایي، خو له وړاندې یې ویلي و چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو او اسلامي قوانینو خلاف عمل دی او د افغان کډوالو د حقونو او کرامت پر خوندیتوب یې ټینګار کړی.
د سیاسي چارو کارپوهان بیا وایي، ایران او پاکستان افغان کډوال د فشار د آلې په توګه کاروي او په خبره یې دا چاره به د درې واړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « زه فکر کوم د پاکستان له خوا په دې ډول د بهرنیو پالیسیو لوبول یا انتخابول به د پاکستان او افغانستان د ملتونو ترمنځ تاوتریخوالی او نفرت زیات شي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد الله وايي: « په دې ډول د افغانانو شړل د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. باید په دې اړه خبرې وشي ترڅو دوی په دومره ډېر شمېر افغانان را ونه باسي چې زموږ له کنټرول ووځي. دا عمل د ګاونډیتوب او اسلام له اصولو سره هم ټکر لري. باید په دې اړه مخامخ او جدي خبرې وشي او خبره سپینه شي.»
له پاکستان سربېره ایران هم هره ورځ تر ۱۰ زورو افغان کډوال په جبري ډول شړي چې دې چارې اوس ایران کې د ساختماني پروژو پر کارونو هم منفې اغېز کړی.
تازه ایراني چارواکي وايي، له هغې وروسته چې سلګونه زره افغان کډوال له دې هېواده و ایستل شول، ګڼې هغه ساختماني پروژې ودرېدلې چې ډېری کارکوونکي یې افغانان وو.
د دې هېواد کارپوهانو هم خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي د ایران اقتصاد له پراخ کړکېچ سره مخ شي.