Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تېرو پنځو ورځو کې۱۸۰ کورنۍ د کندهار له لارې هېواد ته راستنې شوې

تېرو پنځو ورځو کې۱۸۰ کورنۍ د کندهار له لارې هېواد ته راستنې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/06

د کندهار ولایت تخته پول ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د انځرګي په نوم د لنډمهاله استوګنې پنډغالی جوړ شوی.

دلته له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال وايي، لاهم پاکستاني پولیس افغان  کډوال ځوروي، شکنجه ورکوي  او ان زندانونو ته يې اچوي.

د دوی په خبره، پاکستان د افغان کډوالو د کورنۍ غړي، ښځې او ماشومان نيسي او افغانستان ته يې په زور ستنوي.

له پاکستان راستون شوی افغان کډوال حاجي محمد وايي: « د افغانانو نیول ډېر شوي، په ځانګړې توګه مجرد کسان ډېر نیسي، خو کورنیو او شنو کارتونو لرونکو سره څه ګوزاره کوي. اوس یې اعلانونه کول چې له دې وروسته به هغوی هم ونیسي.»

له پاکستانه یو بل راستون شوی عبدالله بیا وايي: « زه ۹ ورځې په یوه تاڼه کې بندي وم او پر ۱۰  ورځ یې را واړولم. موږ ۵۵ تنه وو او په ډېر بد حالت کې ساتل کېدو، ډوډۍ او اوبه یې نه راکول، لمانځه ته یې نه پرېښودو، کنځلې او وهل یې کول.»

تازه راستون شوی منیراحمد وايي: « که دې ولس ته کاروبار برابر شي، ځمکې ورکړل شي، بیا به پاکستان ته نه ځي. څوک چې راشي او دلته کاروبار پيدا نه کړي، بېرته پاکستان ته ځغلي.»

د کندهار سيمه ییز مسوولين له پاکستانه د اخراج لړۍ چټکېدو خبره کوي او وایي، د روانې اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې یو ځل بیا له پاکستانه د  کډوال د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې او په تېرو پنځو ورځو کې ۱۸۰ افغانې کورنۍ راستنې شوې دي.

انځرګي پنډغالي کې د کډوالو آمریت د ثبت مدیر عبدالطیف حکیمي وايي: « له اګست له پیل څخه تر نن ورځې چې د اګست پنځمه نېټه ده، ۱۸۰ کورنۍ چې د غړیو ټول شمېر یې ۹۵۰ تنه کېږي او ترڅنګ یې ۴۰۰ تنه بندیان افغانستان ته ستانه شوي دي.»

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر لومړۍ نېټه له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ايستلو بهیر پیل کړ چې اوس یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist