Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېکدلي: د ایران ځينو زندانونو کې بندي افغان وګړي اعدام شوي

بېکدلي: د ایران ځينو زندانونو کې بندي افغان وګړي اعدام شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/05

سره له دې چې د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان استازو د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي او د ښه چلن ژمنې یې ورسره کړې، خو بیا هم په ایران او پاکستان کې د افغانانو د وهل ټکولو، ځورولو، جبري ایستلو، زنداني کولو او حتی اعدامولو لړۍ ادامه لري.

تازه کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت چارسمبالي له شمشاد سره مرکه کې ټینګار کړی چې افغان کډوال دې قانوني تګ راتګ وکړي او وايي، د بهرنیو وګړو د ایستلو په پروسه کې هغه افغانان شامل دي چې ایران ته غیر قانوني ورغلي او هلته د اوسېدلو قانوني اسناد نه لري.

علیرضا بېکدلي دغه راز څرګندوي چې له ۶ میلیونو ډېر افغان کډوال دا مهال په ایران کې مېشت دي.

 د ده په خبره، له ایرانه د غیر قانوني اتباعو په ډله کې هغه افغانان شامل نه دي چې په قانوني توګه ایران ته داخل شوي.

 نوموړی له افغان اتباعو غواړي چې د قانون له مخې ایران ته داخل شي.

بېکدلي په دې اړه وايي: « نه، زه نه وایم چې هېڅ افغان په ایران کې نه دی اعدام شوی. زه وایم که له هغه افغان سره کوم ډول چلن شوی، هماغه ډول چلن له ایراني اتباعو سره هم کېږي. که چېرې څوک په جرم او جنایت لاس پورې کوي، موږ د خپلو خلکو په څېر ورسره چلن کوو؛ هلته محکمه شته، د جرم څېړنه کېږي او احکام صادرېږي. زموږ هڅه دا ده، که څوک په ایران کې په بند محکومېږي، هغه افغانستان ته وسپارو.»

نوموړي د دې خبرې پخلی کړی چې یو شمېر افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي، خو په دې اړه یې مشخص ارقام وړاندې نه کړل.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران د قضايي ارګانونو د قوانینو له مخې، د جرم په تړاو پریکړه کېږي.

بېکدلي زیاتوي: « کله چې یو شمېر کسان ایران ته ننوځي او د وېزې د وخت له تېرېدو وروسته هم په ایران کې غیر قانوني پاتې کېږي، شرایط سختوي او د ایران دولت دې ته مجبوروي چې د هغوی ضد سیاست خپل کړي؛ حال دا چې موږ اړتیا نه لرو، موږ ستاسو ترڅنګ یو او دې ته چمتو یو چې یوه داسې ورځ ووینو چې ستاسو خلک هم د هېوادونو په څېر له وېزې پرته ایران ته لاړ شي.»

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت بيا په ايران کې د اعدام شویو افغانانو د قضيې په تړاو څه نه وايي، خو وړاندې يې ويلي چې په کوربه هېوادونو کې د افغان وګړو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې هڅه کېږي.

له دې سره، د کډوالو د حقونو مدافعان وايي، هر بندي ځانګړي حقوق لري او که یو بهرنی تبعه په یوه هېواد کې اعدامېږي، د هغه هېواد سفارت باید له دې پروسې خبر وي، ترڅو د هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډېپلوماټیکې اړیکې له ستونزو سره مخ نه شي.

د کډوالو د حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی وايي: « د افغانستان سفارت باید د ایران له چارواکو سره د افغان بندیانو د حقونو غوښتنې لپاره رایزني وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر هغو هوکړه لیکونو تکیه وکړي چې پخوا لاسلیک شوي، ترڅو د بند پاتې موده افغانستان کې تېره کړي. د دې پروسې د چټکتیا لپاره باید د دواړو هېوادونو چارواکي خبرې وکړي.»

په ورته وخت کې د هه نګاو په نوم د بشري حقونو یوه سازمان ویلي، ایران د روان کال په جولای میاشت کې ۹۶ زندانیان اعدام کړي چې پنځه تنه ‌یې افغانان وو.

دغه سازمان زیاته کړې، ایران په بې ‌سارې توګه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ پیل کړې ده.

 د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، یوازې تېر کال شاوخوا ۲ میلیونه افغان مهاجر له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist