Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د  نړۍ له شلو زیاتو هېوادونو افغانستان کې د مرموزو وژنو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/06

د امریکا په ګډون د نړۍ شلو هېوادونو د بشر حقونود څار بنسټ هغه وروستي راپور په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې چې طالبان په‌کې د پخواني حکومت د امنیتي کارکوونکو په وژلو او برمته کولو تورن شوي دي.

د نړۍ شلو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې طالبان دې عمومي عفوه پر ټولو یو ډول پلې کړي او څوک چې د غچ په نیت وژني ترسره کوي عدالت ته دې راکاږي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«موږ د افغانستان د تېر حکومت امنیتي چارواکو د وژلو او برمته کولو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان راپور اندېښمن کړي یوو. موږ پر طالبانو غږ کوو،چې خپله عمومي عفوه دې پر ټوله کچه د نورو خلکو په ګډون پر پخوانیو امنیتي او ملکي چارواکو هم پلې کړي.»

د بشر حقونو د څار بنسټ  وروستی راپور چې تېره اوونۍ خپور شو،څلور ولایتونو کې یې د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړو، عیني شاهدانو او پخوانیو پوځیانو سره د مرکو پر ‌اساس ترتیب شوی دی.

اخوا اسلامي امارت بیا د بشر حقونو دڅار بنسټ وروستی راپور رد کړ او د امریکا په ګډون د شلو هېوادونو دغې اعلامیې ته په غبرګون کې یې ویلي،ټولو پخوانیو سرتېرو او دولتي کارکووکو ته عمومي بښنه شوې، له کوم چا غچ نه دی اخېستل شوی او که په‌ دې تړاو بې ‌پرې څېړنې کېږي،دوی همکارۍ ته تیار دي.

د پوځي  چارو شنونکي وايي، که اسلامي امارت پر رېښتیا پخواني پوځیان په نښه کوي، دا د نړیوالو اصولو خلاف کار دی او په باور یې دغه عمل کولی شي،د اسلامي امارت پر وړاندې د نړیوالو دریځ لا سخت کړي،چې پایله کې به یې نړیوال مشروعیت نا ممکنه وي.

د پوځي چارو شنونکی  توریالی ځاځی وايي:« د طالبانو اوسنی کړنلاره او کړنې د نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي. دا چې طالبان د پخواني حکومت امنيتي کارکوونکي او نور پرسونل وژني او یا یې برمته کوي،دا په خپل طالبانو ته زیان رسوي او د دوی د رسميت پیژندلو ته هم خنډ ګرځي.»

ځینې بیا په هېواد کې د نورو وسله ‌والو او استخباراتي ډلو فعالیت نه ردوي او شخصي تربګنۍ هم هغه موارد یادوي،چې د مرموزو وژنو لامل کیدی شي،خو ټینګار کوي چې اسلامي امارت مسوولیت لري،چې د هدفي وژنو عاملین پيدا کړي.

 د سیاسي چارو  شنونکی  اجمل سهیل  وايي:«  فکر نه کوم،چې د اسلامي امارت عمومي پالیسي دې داسې وه، خو یاده دې وي،چې په افغانستان کې داسې کړی هم شته دی،چې له دې فرصته ګټه اخلي او وژني ترسره کوي. طالبان اوس یوه جنګي او سیاسي ډله نه ده،بلکې د ټول هېواد مسوولیت یې پرر غاړه دی او باید په هېواد کې له ټولو چارو څارنه وکړي. دوی که راتلونکې کې اردو هم جوړوي،یادو کسانو ته اړتیا لري،نو د داسې کسانو وژل طالبانو ته هم زیان رسوي.»

له دې مخکې د اسلامي امارت تصفیې کمیسیون هم ویلي وو،چې د صحرایي محکمو عاملینو ته به سخته سزا ورکوي او په ځانګړي ډول یې ویلي وو،چې څوک د پخواني حکومت د مامورینو د وژلو او ځورولو  حق نه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی
افغانستان

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي
افغانستان

نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

جولای 21, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist