Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې مېشت افغان کډوال: له سختو شرایطو سره مخ یو

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: له سختو شرایطو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/04

سره له دې چې د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان استازو د سرپرست حکومت چارواکو سره د افغان کډوالو د اخراج پروسې په تړاو لیدنې او ژمنې وکړې، خو په یادو هېوادونو او بیا په ځانګړي ډول پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول، وهل ټکول، نیول او په زور اخراجول یوځل بیا پيل شوي دي.

په پاکستان کې یو شمېر دېره افغان کډوال او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره راجسټر شوي (پي.او.آر) کارت لرونکي افغانان اوسنی وضعیت بحراني بولي او زیاتوي چې له سختو شرایطو سره مخ دي.

د دوی په خبره، په پاکستان کې د خپلو مالونو او سوداګریزو معاملاتو راټولو لپاره وخت ته اړتیا لري او له اسلامي امارت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال ملک مجاهد وايي: « دا چې امیرخان متقي صاحب پاکستان ته را روان دی، موږ اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو په شتون کې د پاکستان له حکومت سره کېني او د کډوالو موضوع حل کړي.»

په پاکستان کې یو بل دېره افغان وايي: « د پاکستان حکومت چې موږ ته کله درې او کله شپږ میاشتې وخت راکوي، موږ په دومره وخت کې خپل کاروبار نه شو راټولولی. موږ ته باید لا ډېر وخت راکړل شي او په زور ونه ایستل شو. زما په څېر زرګونه افغانان په پاکستان کې دېره دي.»

دغه راز، د پاکستان په راولپنډۍ کې د افغان کډوالو استازی وایي، د افغان کډوالو پي او ار کارتونو د اعتبار مودې پای ته رسېدو سره، په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې د افغان کډوالو د کورونو پلټل او د هغوی نیول په چټکۍ سره روان دي.

نوموړی خپل هېواد ته په عزت سره د افغان کډوالو ستنېدل د دوی حق بولي او له پاکستاني چارواکو غواړي چې افغانانو ته وخت ورکړي، ترڅو خپل کاروبار راټول کړي.

په راولپنډۍ کې د افغان کډوالو استازی مصطفی خان وايي: « د اګست له لومړۍ نېټې په اسلام اباد، پنډۍ، جېلم او چکوال کې پاکستاني پولیسو د افغان کورونو لټون او نیول پیل کړل. دوی ښځې، ماشومان، بوډاګان او نور افغانان نیسي، بیا یې پنډغالو ته لېږدوي او له هغه ځایه یې ډيپورټ کوي. دا لړۍ اوس هم روانه ده. موږ د پاکستان له حکومت غواړو چې موږ ته دومره وخت راکړي چې خپل سامانونه خرڅ کړو او خپل وطن ته په عزت لاړ شو.»       

په ورته مهال، د کډوالو د حقونو مدافعان له افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونو چلن د انساني کراماتو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي او له نړیوالو سازمانو غواړي چې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی وايي: « په دې شرایطو کې د افغانستان د اوسني حکومت او نړیوالو سازمانونو مسوولیت دا دی چې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو له حقونو دفاع وکړي چې قانوني اسناد لري.»

د کډوالو مدافع  ګلاخان بهادري وايي: « د دوی دا کار له بشري کرامت، نړیوالو ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. له بلې خوا، پاکستان تل له افغان کډوالو څخه د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخیستې. زما په نظر، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د خپلو کورنیو ستونزو پټولو لپاره پيل کړې.»

ومو غوښتل په دې اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو دوی زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یوې رسمي اعلامیې له مخې په دې هېواد کې د روان کال جون میاشتې په دېرشمه د راجسټر شویو کډوالو پي او آر کارتونو موده پایته رسېدلې ګڼلې او په پاکستان کې يې د دې کارت لرونکو کسانو پاتې کېدل غیر قانوني بللي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist