Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د جرمونو نړيوالې محکمې وروستۍ پرېکړه بې اساس بللې

مجاهد افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیت او شتون په اړه د امنیت شورا ادعاوې رد کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/02

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنيت شورا له لوري په تازه خپور شوي راپور کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګڼې په افغانستان کې وسله‌ والې ډلې حضور، پټنځايونه او ازادانه فعاليت لري.

دې راپور کې د امنيت شورا له لوري نړيوال امنيتي وضعيت ارزونې ته کتنه شوې او په کې ادعا شوې، چې په سوېلي اسيا کې د افغانستان خاوره د يو شمېر وسله‌ والو ډلو د فعاليت او پټنځايونو په توګه کارېږي.

په راپور کې د داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت اقداماتو ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې ياده ډله يې تر ډېره کمزورې کړې خو د نورو هغو پر وړاندې يې لازم اقدامات نه دي کړي.

د راپور یوه برخه:« سرپرست حکومت لاهم د يو شمېر ترهګرو ډلو د فعاليت لپاره اسانه چاپېريال برابر کړی چې په کې القاعده او نورې اړوندې ډلې شاملې دي. دا د مرکزي اسيا او نورو هېوادونو لپاره جدي خطر دی.»

خو د اسلامي امارت ویاند دا ادعاوې نه مني او پر نړيواله کچه يې د افغانستان په اړه د اندېښنو اېجادولو لپاره ځيني استخباراتي سازمانونو هڅه بولي.

ذبیح الله مجاهد وايي، اوس مهال په افغانستان کې مرکزي قيادت شته چې په خبره يې په ټوله جغرافيه بشپړ حاکميت لري.

هغه په دې اړه وايي:« موږ دغه ادعا پر کلکه ردوو، دغه شان بنسټونه تل د افغانستان  په اړه باندې  پروپاګند امیزه راپورونه خپروي. هدف یې دا وي چې پر نړیواله سطحه باندې تشوېش رامنځته کړې او په دې کې د استخباراتي کړیو لاس دی او هغه هېوادونه چې د افغانستان ښيګڼه نه غواړي، دلته د ارام په اړه خلکو ته تشوېش اچول غواړي. هغوی دغه شان موارد  په هغو باندې وايي او دغه شان نهاد دی چې ګواکی یو بې طرفه نهاد دی، ادعاوې کېږي. افغانستان کې واحد نظام دی، وروسته له ۴۰ کلونو افغانان توانېدلي چې یو نظام ولري او بشپړ کنټرول پر خپله خاوره ولري. هېڅ بهرنیو خلکو ته چې هغه مسلح وي، خپلسري وي، دلته ورته د فعالیت اجازه نه شته دی او نه شتون لري. په کوردننه هم هيڅ ډول مسلح  جهتونو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او ټول خلع سلاح شوې دي.»

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په راپور کې دا هم ويل شوي چې بلوڅ ازادي غوښتونکي او د پاکستاني طالبانو تحریک له يو له بل سره د ګډې همغږۍ له مخې همکاري لري او په پایله کې يې د دواړو ډلو تحرکات پياوړي شوي.

دغه راپور د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د ۱۹۸۸ کميټې له لوري چې پر سرپرست حکومت د لګېدلو بندیزونو د څار دنده مخته وړي، د يو کلن امنيتي راپور په توګه وړاندې شوی.

د سیاسي چارو شنونکي په ياده کمېټه کې د پاکستان استازي موقتي مشرۍ ته په اشارې وايي، د دې سازمان لخوا د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنو راپورونه په لويديځ کې د ځينو هېوادونو او پاکستان د مشترکو منابعو پر بنسټ چمتوو کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« پاکستان په بېلابېلو ستېجونو کې، په بېلابېلو ناستو کې تل دا خبره کړې چې په افغانستان کې تروریستان دي. دوی د ټي‌ټي‌پي په څنګ کې نورې تروریستي ډلې هم شامله وي. که څه هم ټي‌ټي‌پي تروریستي ډله نه ده، خو بیا هم نورې کومې ډلې لکه داعش، دا ځکه ورسره ګډوي چې  نړۍ ته وښي په افغانستان کې تروریستي ډلې موجودې دي. که چېرته په افغانستان کې تروریستي ډلې موجودې وی او دا د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګواښ وی. نو د منځنۍ اسیا هېوادونو به دغه ډول غبرګون ښودلی وی.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« ملګري ملتونه خپلواک نه دي. که دوی خپلواک وی، نن به په نړۍ کې دغه ډول لوبې نه ترسره کېدې. د نړۍ واک د زبرځواکونو هېوادونو په لاس کې دی. دوی د خپلو سیاسي اهدافو او ګټو لپاره له دغه جنایتکارنه سیاست کار اخلي.»

ټاکل شوې ده چې په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ۸۰ یمه ناسته پيل شي او په دغه ناسته کې به د هېوادونو استازو له لوري له افغانستان سره پر سياسي تعاملاتو، کېدونکو بشري مرستو او نورو اړوند مسايلو هم خبرې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist