• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د شترمرغ د روزنې صنعت او کاروبار زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/05

 د کندهار ولایت د  کرنې او مالدارۍ  ریاست د ترویج مدیر محمد الله نوري وايي، په دې ولایت کې د شترمرغ يو لوی فارم جوړوي.

نوري وايي،په دوو کلونو کې يې د شترمرغانو د روزلو تجربه ترلاسه کړې او دغه کاروبار مخ په زياتېدو دي.

نوري زیاتوي:« نږدې شپږ زره شتر مرغان په کندهار کې خرڅ شوي دي،په تېرو درېیو کلونو کې د دې برخې ښه تجربه وه، هېڅ ستونزه  په ‌کې نه ده پیدا شوې. د دې شتر مرغ د روزنې کاروبار مخ پر وده دی. ورو وروه خلک د شتر مرغ ساتنې او روزنې ته لېواله کېږي.»

کندهار کې یو سوداګر شرف الدین په دې برخه کې پانګونه کړې او اوس یې کار څو برابر پراخ شوی دی.

شرف الدین وايي، هڅه کوي، سږ کال یو لوی فارم جوړ کړي او هغه مرغان او حيوانات ورته راوړي،چې هېواد کې نشته دی. 

هغه وايي،دغه شترمرغان له ايران او ترکېې راوړي او په خبره یې دلته ښه بازار لري.

 د شرف الدین په خبره، د کوچني شترمرغ بیه ۱۸ زره افغانۍ او د غټ بیه يې تر ۱۰۰ زرو افغانیو اوړي.

شراف الدين زیاتوي:« نږدې دوه کاله کېږي،چېموږ د شترمرغ د ساتنې، روزنې او سوداګرۍ کاروبار کوو.خلک د دې مرغانو ساتلو او روزلو ته لېواله دي،ځکه یو ځانګړی ښایست لري،. زموږ پلان دا دی،چې د شترمرغ د نسل ساتنې لپاره خاص فارم جوړ کړو.»

په کندهار کې د کرني ریاست د ترویج مدیر محمد الله نوري وايي، د شترمرغ د روزولو او تولیداتو ته د بازار موندلو لپاره پوره هڅه کوي او د يوه لوی فارم د جوړېدو پلان هم لري.

نوري  زیاتوي:« موږ هڅه کوو،چې د دې برخې د ترویج لپاره کار وکړو، خلکو ته تر شلو دانو توضیح کړو، تر څو خلک له دې کاروبار  سره اشنا شي او فارمونه ترې جوړ کړي.موږ راتلونکې کې کولای شو، نورو هېوادونو ته هم شترمرغ ولېږو.»

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت بیا وايي، شترمرغ چې اصل یې له افریقا سره تړلی دی، کولای شي په یوه ساعت کې د ۷۰ کیلومتره پر سرعت سره واټن ووهي. 

 په دې سره دغه مرغه د نړۍ له ګړندي سفر کوونکو مرغانو په سر کې ځای لري.  د کرنې وزارت وايي، معمولاً شترمرغ له ۶۳ څخه تر ۱‍۴۵ کیلو ګرامه پورې وزن لري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist