Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسي او ترکي چارواکو د افغانستان روان سیاسي ثبات په اړه خبرې کړې

روسي او ترکي چارواکو د افغانستان روان سیاسي ثبات په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/31

د روسیې او ترکیې چارواکو د افغانستان روان سیاسي ثبات په اړه خبرې او بحثونه کړي.

د روسيې ټاس خبري اژانس د دې هېواد د بهرنیو چاور وزارت له قوله لیکلي، دواړو لوریو د افغانستان سیاسي ثبات پر اقداماتو خبرې کړې.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو او په مسکو کې د ترکیې سفیر تانجو بیلګیچ د افغانستان ترڅنګ د سیمې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت هم تم شوي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: « دواړو لوریو په دې خبرو کې د اسیا پاسیفیک سیمه‌ ییزو چارو او په ځانګړي ډول د افغانستان پر روان سیاسي ثبات او هڅو باندې خبرې وکړې. دا خبرې تر ډېره د افغانستان او روسیې ترمنځ د وروستیو اړیکو پرمختګ ته په پام شوې دي. دواړو لوریو همدارنګه د افغانستان ترڅنګ په سیمه ‌ییز وضعیت هم خبرې او بحثونه وکړل.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له ‌مخې، دا خبرې او بحثونه د ترکیې په خوښه شوې دي.

 د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، روسیه او ترکیه هڅه کوي چې په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره په بېلابېلو برخو کې سیاسي تعامل او همکاري ولري.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « داسې مالومېږي چې ترکیه د اسراییلو او امریکا له خوا اوس په پخوانۍ تله باندې نه تلل کېږي. امکان شته چې ترکیه له ناټو تړونه ووځي او له شرقي بلاک سره یوځای شي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې له روسیې وروسته ترکیه هم غواړي چې له اسلامي امارت سره رسمي سیاسي تعامل ته را وړاندې شي.

د دوی په باور، ترکیه له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي چې په څه نا څه ډول سیاسي تعامل ته لاره جوړه کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د سیمې هېوادونه تل کوښښ کوي چې له افغانستان سره ځانګړې او د خپلو ستونزو هوارولو پر بنسټ اړیکې ورغوي. دا چې په دې وروستیو کې د سیمې یو شمېر هېوادونه او په ځانګړې توګه روسیه او ترکیه د افغانستان د مسایلو په تړاو خبرې کوي، ماته ښکاري چې دوی به د سیمه ییزې همکارۍ په اړه ځینې هوکړې هم وکړي او دغه راز له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه راکړه ورکړه ولري.»

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکي د روسیې او ترکیې چارواکو د تازه څرګندونو په تړاو څه نه وایي، خو د یادولو ده چې د روانې جولای میاشتې پر ۳ مه روسیه لومړنی هېواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت حکومت يې پر رسمیت وپېژاند او دا څه د دې سبب شول چې دواړه هېوادونو په ډیپلوماټیک ډګر کې چټک او باوري ګامونه پورته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist