Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د زندانونو سمون اداره: زندانیانو ته د حرفوي زده کړو لپاره مو ۶ میلیونه افغانۍ بودیجه ترلاسه کړې

د زندانونو سمون اداره: زندانیانو ته د حرفوي زده کړو لپاره مو ۶ میلیونه افغانۍ بودیجه ترلاسه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/31

د زندانونو چارو سمون ادارې په زندانونو کې د زندانیانو د فکري او عقیدوي زده ‌کړو لړۍ پیل کړې ده. په همدې تړاو د کابل څرخي پله زندان کې اووه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.

د زندانونو چارو سمون ادارې د دفتر رییس رحمت‌الله ګلزاد وايي: « د ټول افغانستان په زندانونو کې اصلاحي پروګرامونه پيل شوي وو. د دې پروګرام په لړ کې د کابل په مرکزي محبس کې هم شپږ ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شوی و. موږ تمه لرو چې له دې پروګرامونو وروسته د بندیانو په رویه کې اصلاحات راشي.»               

مسوولین په زندانونو کې د هر ډول رواني او فزیکي شکنجو د نه شتون ادعا کوي او په خبره یې، خلک دې په دې تړاو پر بې ‌اساسه مالوماتو باور نه ‌کوي.

د زندانونو چارو سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب‌الله بدر وايي: « ډاډ ورکوم چې په زندانونو چارو سمون اداره کې هغه دسیسې چې بهر یې استخباراتي کړۍ په مختلفو نومونو باندې کوي او وايي چې زندانونو کې د برق شاټونه دي، وهل او ټکول دي، دا به څوک ثابت نه کړي. زموږ اداره خپل طرزالعمل لري؛ موږ رسنیو ته هم بار بار ویلي چې راشي او دلته د دغو کسانو حالات وګوري او بیا یې ولس ته وړاندې کړئ.»             

چارواکي په دې ادعا د ټینګار په توګه د هېواد په ټولو زندانو کې د شاوخوا ۲۵۰ بېلابېلو ښوونیزو او حرفوي زده ‌کړو مرکزونو د موجوديت خبر ورکوي او وایي، د لا پراختيا په موخه يې شاوخوا ۶ میلیون افغانۍ بودیجه ترلاسه کړې ده.

د زندانونو چارو سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رییس نظر محمد ناصري وايي: « موږ نه یوازې اصلاحي سیمینارونه لرو، بلکې د ټول افغانستان په زندانونو کې مو ۹۷ مدارس، ۱۷ مکاتب، ۱۳۸ د سواد زده کړې ټولګي او د حرفوي زده کړو مرکزونه مو جوړ کړي دي. موږ ته د دې کار لپاره ۶ میلیونه بودیجه راکړل شوې.»     

زندانیان بیا د ترلاسه کړو زده‌ کړو هرکلی کوي، خو تمه ښیي چې دا به ورته د اسانتیاوو رامنځته کولو او مسلکي کېدو وروستۍ هڅه نه ‌وي.

یو تن زنداني وايي: « دا درې ورځې کېږي چې دا سیمینار پيل شوی او موږ ترې ډېر څه زده کړل. موږ غواړو راتلونکي کې دا ډول نور سیمینارونه هم ولرو.»

د زندانونو چارو سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لوري د هېواد بېلابېلو زندانونو کې سلګونه بندیانو ته د فکري او عقیدوي زده‌ کړو شپږ ورځنی سیمینار نن پای ته ورسېد او مسوولین یې په راتلونکې کې د دې ډول زده ‌کړو د نورو پړاوونو ترسره کولو ژمنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist