Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
باجوړ کې روانو پوځي عملياتو ملکي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

باجوړ کې روانو پوځي عملياتو ملکي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/31

پاکستان د جولای پر ۲۹مه په باجوړ کې د سربکف په نوم عملیات د خلکو ګرځبندیز په لګولو سره پیل کړل چې د پاکستان پوځ په خبره، موخه یې په دې سیمه کې د ترهګرۍ ضد فعالیتونو خنثی کول دي.

خو په خواله رسنیو کې د دې عملیاتو له امله د مرګ ژوبلې او د ځايي اوسېدونکو د بې ځایه کېدو وېډیوګانې او انځورونه لاس په لاس کېږي.

دغو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د پاکستان پوځ د تنکیو ځوانانو په ګډون عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر کورنۍ یې له خپلو کورونو بې ځایه کېدو ته اړې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د دې عملیاتو له پیل وړاندې د جولای پر ۱۰مه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د ملي عوامي ګوند غړی مولانا خان زېب د نامعلومو وسله ‌والو له لوري ترور شو.

څلور ورځې وروسته په دې سیمه کې د نوموړي په ملاتړ او د پاکستان له لوري د پلان شویو عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه وشول.

له دې سره هم ‌مهاله، په پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونوهم د اسلام‌اباد له لوري په خیبر پښتونخوا کې هغه پوځي عملیات وغندل چې په لومړۍ ورځ یې ځايي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.

خلکو د دې ډول پالیسو د تعقیب له لارې د ثبات رامنځته کول بې پایلې یاد کړي.

د اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند په باجوړ کې د پاکستان پوځ له لوري روان عملیات غندلي او هغه یې د بحرانونو د حل معقوله لاره نه ده ګڼلې.

د دې ګوند ویاند اسلم غوري په خیبر پښتونخوا کې پخواني پوځي عملیات بې پایلې بولي او د نویو عملیاتو پیل هم یوازې د ملکي وګړو لپاره د ځاني او مالي زیانونو اوښتو په مانا ګڼي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند ویلي: « ولس هر ځل ولې قرباني کېږي او وسله‌ وال روغ رمټ تښتي؟ ستونزې نه په تېر کې د زور له لارې حل شوې او نه به په راتلونکي کې حل شي.»

خبریالان د پاکستان پوځ دغه عملیات په باجوړ کې د امنیتي پېښو او هدفي وژنو د زیاتوالي له امله پيل کړې او په خبره يې، د عامو خلکو سر او مال ته د متوجې خطرونو له امله یې پر وړاندې سیاسي ګوندونو او سیمه ‌يیزو چارواکو جدي مخالفت څرګند کړی.

ازاد خبریال طاهر خان وايي: « له دې عملیاتو سره مخالفت ښودل شوی، د خیبرپښتونخوا حکومت، په باجوړ کې سیاسي او قبایلي مشرانو او مشترکې جرګې هم مخالفت کړی او عامو خلکو هم له دې امله مخالفت کړی چې دا ډول عملیات عامو خلکو ته زیان رسوي.»

خو د سیاسي چارو شنونکي په پښتونخوا او قبايلي سميو کې له خلکو سره د پاکستان له لوري د شویو ظلمونو تاریخچې ته په اشارې وايي، د اسلام‌اباد اوسنۍ پالیسي هم د هماغو تګلارو برخه ده چې تل یې د حاکمیت په وسیله محکوم ولسونه ځپلي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « له مغولو تر انګرېزانو او له انګرېزانو تر پنجابي استعمار پورې هر استبدادي نظام پر پښتنو بې شمېره ظلمونه کړي. د دغو ظلمونو په لړ کې له تاترې تر بابړې او له بابړې تر چارسدې او بیا اوس له وزیرستان تر باجوړ پورې د پاکستان او پنجاب پوځ پر پښتنو خونړي بریدونه کړي.»

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د جولای پر ۲۸مه د سربکف په نوم عملیاتو د نه ترسره کولو خبر ورکړ، خو یوه ورځ وروسته یې دغه عمليات د باجوړ په ۱۶ برخو کې د ګرځبندیز په لګولو سره پيل کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist