Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: تېر کال ۲ ميلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: تېر کال ۲ ميلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/31

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د حکومتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پرګرام په لړ کې خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دې وزارت چارواکو وویل، په تېر یوه کال کې د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو په موخه له کوربه هېوادونو سره ګڼې ناستې شوې او تر ډېره د کډوالو حقوقي ستونزې حل شوې دي.

د دوی په خبره، هېواد کې د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره لنډ مهاله او دایمي مېشت ځایونه جوړ شوي چې ټول خدمات په کې وړاندې کېږي.

د دې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محمود الحق احدي وايي، په تېر یوه کال کې نږدې ۲ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي چې ډېره برخه یې له ایران په جبري توګه را ایستل شوي دي.

د احدي په خبره، په تېر کال کې ۱.۸ میلیونه کډوال له ایران،  نږدې ۲۰۰ زره له پاکستان او همدا راز له ترکیې هېواد بیا ۵ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي چې د حکومت له لوري ټول اساسي خدمات ورته برابر شوي دي.

احدي په دې اړه وايي: « په تېر یوه کال کې له پاکستان، ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو شاوخوا ۲ میلیونه کډوال په خپله خوښه او اجباري ډول راستانه شوي دي. د هېواد فرضي او سرحدي کرښو ته څېرمه او دغه راز په مرکز کابل کې لنډمهاله مېشت غالي هم جوړ شوي چې په کې راستنېدونکو کډوالو ته ټولې لومړنۍ اړتیاوې لکه خواړه، پاکې اوبه، خوندي چاپېریال، کلینیکونه او نور خدمات چمتو شوي.»

چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې د بېرته راستنو شویو کډوالو له جملې ۹۰ زره کورنۍ مشخصې شوې چې د کور جوړولو لپاره نمرې ورکړل شي.

دوی وايي، په ۲۹ ولایتونو کې ۳۸ ښارګوټي هم د کډوالو لپاره جوړ شوي چې د ځینو کار یې بشپړ شوی او پرځینو نورو یې لاهم کار روان دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد وايي: « په ۲۹ ولایتونو کې ۳۸ ښارګوټي ایجاد شوي چې د ۲۹ هغو د سروې کار بشپړ شوی او د ۹ نورو د ترسره کېدو په حال کې دی. زموږ وزارت هڅه کوي چې د راستنېدونکو عالي کمیسیون د ۱۲ ګونو کمېټو له لارې په اسلام کلا، ابرېشم پل او د فرضي کرښې په تورخم، سپین بولدک او ډنډ پټان بندرونو کې خوراکي، غیر خوراکي، صحي، حقوقي او ټرانسپورټي خدمات وړاندې کړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه راز وايي، د دوی د هلو ځلو په پایله کې نږدې ۱۰ زره افغان کډوالو چې په پاکستان او ایران هېوادونو کې بندیان و، راخوشې شوي دي.

 د دوی په خبره، د دې کډوالو له ډلې ۴۱۰ یې د ایران له بندو خونو او ۹ زره۵۴۱  یې د پاکستان له زندانونو ازاد کړي او هڅې روانې دي چې پاتې افغانان هم چې په نورو هېوادونو کې بندیان دي، راخوشې کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محمودالحق احدي وايي: « تېر کال له ایران او پاکستان شاوخوا ۹ زره ۹۵۱ بندیان ازاد شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي او د پاتې نورو د خلاصون هڅې روانې دي.»

د دې وزارت مالي او اداري معین کلیم الرحمان فاني وايي، پاکستان او ایران د افغان کډوالو په جبري توګه شړلو سره د کډوالو نړیوال قوانین او اسلامي اصول تر پښو لاندې کړي.

فاني پر یادو هېوادونو غږ وکړ چې د افغان کډو د ایستلو لړۍ ودروي او په باعزته توګه افغانان خپل هېواد  ته راستانه کړي.

هغه په دې اړه وايي: « پاکستان او ایران د ټولو نړیوالو اصولو خلاف د مهاجرینو اجباري ایستلو ته مخه کړې. که د افغانستان اسلامي امارت په وخت او چټک ګامونه نه وای پورته کړي، لوی انساني ناورین به رامنځته شوی و. موږ له ټولو کوربه هېوادونو غواړو چې اسلامي او انساني کرامت ته په پام، له افغان مهاجرینو سره له زغم کار واخلي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ډاډ ورکوي، که اروپايي هېوادونه هم افغان کډوال په جبري توګه را وشړي، دوی چمتو دي چې له ګاونډیو هېوادونو راغلو افغانانو په څېر د خپل ولس خدمت وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

چارواکي همدارنګه وايي، د راغلو افغانانو له ډلې ۴۲ زره کورنیو ته یې د کاري فرصتونو برابرولو په موخه د خیاطۍ، ترکاڼۍ، مبایل جوړونې او نورو حرفوي برخو کې د زده کړې زمینه برابره کړې چې عملي چارې یې روانې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist