Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان کارګران قطر ته د کارګرو استولو پروګرام نوم‌ ليکنه کې د شفافیت په اړه اندېښنه لري

افغان کارګران قطر ته د کارګرو استولو پروګرام نوم‌ ليکنه کې د شفافیت په اړه اندېښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/30

قطر ته د افغان کارګرانو استولو لپاره د نوم لیکنې پروسه رسماً د خصوصي شرکتونو له لوري پیل شوه.

 دې پروسې ته د نوم لېکنې لپاره د کابل او ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي راټول شوي دي.

متقاضیان په کور دننه د کاري فرصتونو نه موجودیت او په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره ناوړه چلن د بېروزګارۍ او فقر دوه ستر لاملونه بولي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې دا ډول پروسې دې د وړتیا، لیاقت او بشپړ شفافیت له مخې ترسره کړي.

په قطر کې کار کولو ته یو تن نوم لیکوونکی وايي: « دوه کاله سر په سر ګرځم، خو هېڅ ځای مې کار ونه موند. کسب مې هم زده دی، خو څوک کار نه راکوي.»

د قطر کارګرۍ لپاره یو بل نوم لېکوونکی وايي: « زه ډېره موده کېږي وزګار یم، هرځای چې ځم کار نه شم پیدا کولی، واسطه غواړي.»

د قطر کارګرۍ لپاره نوم لېکوونکی وايي: « یوه میاشت کېږي له ایرانه راغلی یم، اوس بېکاره یم. له اسلامي امارت غواړم موږ ته کار پيدا کړي.»

دې پروسې ته د نوم لېکنې متقاضیان وايي، لوړې زده کړې یې ترلاسه کړې دي، خو د بېروزګارۍ له امله دې پروسه ته غوښتنلیکونه سپاري. 

په قطر کې کار کولو ته یو تن نوم لیکوونکی وايي: « هرځای چې د کار لپاره مراجعه کوم، وايي کاري تجربه راوړه. کله چې د کار زمینه برابره نه وي، کاري تجربه له کومه کړم. دلته تاسو وینئ چې زرګونه کسان راغلي چې د لیسانس او ماسترۍ پر کچه زده کړې لري، خو اوس کارګرۍ ته نوم لیکنه کوي. موږ له اسلامي امارت غواړو چې په کوردننه د کار زمینه برابره کړي، ترڅو خلک بل ځای لاړ نه شي.»

نوم لیکنې ته راغلی یو بل کس وايي: « څو ساعته کېږي دلته ولاړ یم، خو نه پوهېږم دا پروسه څنګه ده، بس انتظار ولاړ یم.»

د قطر لپاره د کارګرو د نوم لیکنې پروسې د شفافیت په تړاو مو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو سره اړیکه وکړه، خو د مکررو تماسونو سره یې ځواب را نه کړ.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د کاري زمینو برابرول د حکومتونو یو اساسي مسوولیت دی.

 د دوی په خبره، اسلامي امارت دې د خلکو اقتصادي ستونزو حل کولو لپاره کاري فرصتونه ایجاد کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي: « نورو هېوادونو ته د کارګرانو استول به نه یوازې لږه اقتصادي ګټه ولري بلکې هغه فرصت به هم له لاسه لاړ شي چې دغه کسان ښايي نور افغانان وروزي. باید ووایم چې بهر ته د کارګرانو استول یو مثبت اقدام دی، خو باید په داخل کې د کار زمینه برابره شي. په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان ډېر تخنیکي او فني کارګران هېواد ته راستانه شوي او باید ترې کار واخیستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو تېره ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان به قطر ته د کار لپاره واستول شي.

 دا کسان به نږدې په ۱۴ بېلابېلو برخو لکه د برقي موټرو ترمیم، د برېښنا انجنیري، آشپزي،  مالدارۍ ، صفاکارۍ او نورو کې وګومارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist