Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار اسلامي امارت ته؛ افغان خاوره کې د پاکستان ضد عناصرو فعالیتونو ته اجازه مه ورکوئ

اسحاق ډار اسلامي امارت ته؛ افغان خاوره کې د پاکستان ضد عناصرو فعالیتونو ته اجازه مه ورکوئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/30

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د امریکا – پاکستان ګډې ټولنې په نوم جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا له اسلامي امارت غوښتي چې په افغان خاوره کې دې د پاکستان ضد عناصرو ته د فعاليتونو اجازه نه ورکوي.

ډار له ترهګرۍ سره مبارزه د کابل او اسلام اباد ګډ مسوولیت او ژمنتیا بللې او د دې ترڅنګ يې په سوداګرۍ او ټرانسپورټ کې د دواړو لوريو ګډو همکاريو کمېټې(جي.سي.سي) له لارې شویو ژمنو او کابل ته د پلاويو سفر ته په اشارې ویلي، د دواړو لوریو ترمنځ شوې ژمنې تر ډېره عملي او دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې شوې دي.

ډار په دې اړه ویلي: « زموږ یوازینۍ یوه غوښتنه دا ده چې دا د سرپرست حکومت مسوولیت دی ترڅو پرې‌ نږدي افغان خاوره د پاکستان پر ضد فعالیت لپاره وکارول شي. دا زموږ ژمنتیا هم دی چې له خپلې خاورې د بل هېواد پر وړاندې هېڅ ډول فعالیت ته اجازه ورنه کړو.»

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان، افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درې اړخیز تفاهم له مخې ټاکل شوې له ترمز تر کراچۍ پورې د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د غځولو یوه نوې پروژه تطبيق شي.

حکومتي مسوولین بيا له افغان خاورې د بې ثباتۍ په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزیر څرګندونې هغه تکراري اندېښنې يادوي چې سرپرست حکومت په مکرره توګه رد کړې دي.

 د اسلامي امارت مرستيال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه نوي څه نه وايي، بلکې يوازې د حکومت په تېر دريځ ټينګار کوي چې دا ډول څرګندونې بې اساسه دي او په تړاو یې هېڅ شواهد نه شته.

خود سیاسي چارو شنونکي له لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان چلن او پالیسي په يو اړخيزه توګه د ګټو ترلاسه کولو اساس ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځي وايي: « په تېرو څو لسیزو کې موږ هغه ټول هېوادونه وپېژندل چې له موږ سره ناروا بشري جنایتونه ترسره کړل. په ځانګړې توګه پاکستان او ایران چې جنایتونه یې تر نن ورځې ادامه لري.»

ځينې نور بيا په اوږدمهال کې د ستونزو مخنيوي لپاره د تعامل په برخه کې له سرپرست حکومت د ملي ارزښتونو او ګټو په رڼا کې د دريځ خپلولو غوښتونکي دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « موږ ته په کار ده چې د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د پاکستان او یا نورو ګاونډیانو او په ټوله کې د سیمې او نړۍ په اړه خپله داسې یوه پالیسي ولرو چې د افغانستان ګټې په کې خوندي وي. موږ باید د ایران او پاکستان په دې ډول لنډمهاله خبرو دوکه نه شو؛ دوی چې کله د دوستۍ خبره هم کوي، په دوستۍ کې یې دوښمني ده.»

افغانستان ته د پاکستان د وزیرانو پر کچه د پلاويو سفرونو په لړ کې وروستی هغه یې له خلیفه سراج الدین حقاني سره د ياد هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي لیدنه وه.

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې پر امنیتي همکاریو او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist