ازبکستان: څومره ژر چې کېدای شي افغانستان کې سوله غواړو
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزضیایف د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان کې سوله د ازبکستان په ګټه ده او هر څومره ژر چې کېدای شي افغانستان کې د سولې ټينګښت غواړي.
د ازبکستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، دواړو خواو د افغانستان سولې په بهیر کې د نړیوالو همکاري مهمه یاده کړې او په دې برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
خلیلزاد د دوشنبې په ورځ د امنیتي چارو لپاره د ټرمپ د یاور مرستیالې لیزا کرتیس سره تاشکند ته ورسید.
خلیلزاد او ورسره ملګری امریکايی پلاوی یې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو، د ازبکستان د ولسمشرۍ د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز له غړیو سره هم ویني.
په وروستي یو کال کې ازبکستان د افغانستان د سولې په مسله کې زیات فعال شوی دی.