د نړیوال بانک بورډ د افغانستان لپاره له یوه وجهي صندوقه د ملګرو ملتونو دوو مرستندویه ادارو ته له کنګل شویو پیسود ۲۸۰ ملیون ډالرو د لېږدولو ملاتړ وکړ.
روېټرز خبري اژانس ویلي، وړاندې له دې چې دغه پیسې د خوړو نړیوال پروګرام او د ماشومانو د ساتنې ادارې ته ورکړل شي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د نړیوال بانک د وجهي صندوق ۳۱ بسپنه ورکوونکي یې باید تائید کړي.
نړیوال بانک ومنله،چې سبا د جمعې ورځ به د بسپنه ورکوونکو رهبري کمېټې غونډه کې په دې اړه پرېکړه وشي،چې ایا دغه پیسې مرستندویه ادارو ته ورکړل شي او که نه.