Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چاپیریال ساتنې ملې ادارې تېر کال د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې تطبیق کړې

د چاپیریال ساتنې ملې ادارې تېر کال د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې تطبیق کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/28

د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې، د یکشنبې په ورځ د چاپېریال ساتنې ملې ادارې خپلې تېرې یوکلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنيو سره شریکې کړې.

چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې د ۴۰ میلیونو  ډالرو په ارزښت یو شمېر پروژې د نړیوالو په همکارۍ تطبیق شوې دي.

دوی زیاتوي، افغانستان کې د تودوخې کچې لوړېدل، پرله پسې وچکالۍ، د موسمي سېلابونو راوتل، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د انساني، حیواني او نباتي ناروغیو زیاتېدل، د ځمکو او ځنګلونو تخریب او د اقلیمي بدلون له امله د یو شمېر نورو پېښو ناوړه پایلو د افغانانو ژوند له ننګونو سره مخ کړی.

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اقلیمي بدلون اړوند مسایل سیاسي نه ‌کړي او د افغانستان په ګډون زیانمنو هېوادونو ته غرامت ورکړي.

 د دوی په خبره،  د نړیوالو چاپېریالي مالي مکانیزمونو د اقلیمي بدلون شاوخوا ۳۲ پروژو له منځه  ۷ پروژې د ۲۷.۵۴ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت له تعلق ایستل شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال په دې اړه وايي: « تاسو د رسمیت موضوع هم اورېدلې او په ځینو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیران او کونسلګرۍ هم فعال شوي دي. له دې امله دا پروژې تر ډېره په اروپايي او غربي هېوادونو پورې اړه لري، هغوی تر اوسه پورې ډېر تعامل نه دی ښودلی، خو بیا هم په دې ۳۲ پروژو کې موږ له دوی سره همغږۍ پنځه یا شپږ پروژې تقریبا ً خلاصې شوې دي، خو نورې لاهم په تعلیق کې دي.»

د چاپېریال ساتنې ملي اداري د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین وايي: « هغه پروژه چې اقلیمي بدلون ته د ځواب ویلو په اړه د ځنګل کرنې او بدیل معیشت د لوړولو له لارې وه، د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تایید شوې ده او له نېکه مرغه ټاکل شوې د روان کال په زمري میاشت کې پيل شي.»

د دې ادارې چارواکي دغه راز وایي، د ښکار، قاچاق او غیر قانوني پلور ضد اقدامانو له لارې، ۱۵ زره ۷۵۵ حیوانات او نایابه مرغان له نیول کېدو وروسته بېرته آزاد کړای شوي، په ټول هېواد کې د ځنګلونو وهل او ښکار کول منع ګرځول شوي او په دې تړاو لسګونه تنه نیول شوي او عدلیې او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

چارواکي ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت د ځنګلونو وهلو مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو ۱۲۰۰ کسیزه شنه قطعه رامنځته کړې، ترڅو د ځنګلونو رېبلو، قاچاق مخنیوی او ساتنه وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد وايي: « د ښکار، قاچاق او غیر قانوني پلور ضد اقداماتو له لارې تقریبا ً ۱۵ زره ۷۵۵ حیوانات او مارغان له نیول کېدو وروسته بېرته طبیعت ته خوشې او عامیلن یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.»  

د چارواکو په خبره، په تېر کال کې د څه باندې ۵۴۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د چاپېریالي پروژو د تطبیق په موخه، له غیر  دولتي موسسو سره د همکارۍ  شپږ تفاهم لیکونه لاسلیک او له تطبیق یې څارنه شوې.

یاد وزارت وایي، د کاپ ۲۹ غونډه چې په برازیل هېواد کې جوړیږي، د چاپېریال ساتنې ملې ادارې پلاوي ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال زیاتوي: «  د غیر امارتي موسسو له لارې د چاپېریالي پروژو د تطبیق لپاره شپږ تفاهم نامې لاسلیک کړې دي. دا تفاهم نامې چې ټول ارزښت یې ۵۴۸ زره ۲۹۵ امریکايي ډالرو ته رسېږي،.»

افغانستان د نړۍ  د ۱۰ زيانمونو هېوادونو له ډلې شپږم هغه هېواد چې د اقليمي بدلون ناسمو اغېزو له امله يې زيات زيان ګاللی.

د يادې ادارې مسوولين وايي، تېر کال د چاپېریالي ککړتیاوو کمولو او مخنیوي په موخه، په ټولیز ډول د ښارګوټو، لوړپوړیزه ودانیو، د ودونو تالارونو، فابریکو، د خښتو بټیو، رېګرېشنونو او مختلفو اصنافو له ۲۳ زره ۶۷۴ فعالیتونو څارنه کړې چې له ډلې یې ۲۸۳ مورده اصلاح شوي، ۹۰۱ فعالیتونه بیا ځل کتل شوي، ۸۳۶ فعالیتونو  کتبې تعهد اخیستل شوی او ۳۰۱ قطعې جوازونه صادر او په مجموع کې ۲۱ زره  ۳۹۸ فعالیتونه اصلاح شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist