Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټوليز امنيت تړون غړي هېوادونه د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د پولې امنيت خونديتوب لپاره همکاري زياتوي

ټوليز امنيت تړون غړي هېوادونه د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د پولې امنيت خونديتوب لپاره همکاري زياتوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/27

د ټولیز امنیت  تړون سازمان او د همغږي کوونکو او د غړیو هېوادونو استازو په ګډه ناسته کې د افغانستان او تاجیکستان د ګډې پولې پر امنيت خبرې شوي.

د ياد سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې خونديتوب په اړه بحثونه او مشورې د ناستې اصلي اجنډا ګڼل شوې.

خبرپاڼه کې ویل شوې تاجیکستان د دې ناستې د همغږۍ برخې مسووليت لري چې استازو يې د ترسره شوي لومړي پړاو په اړه ناستې ته جزييات وړاندې کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ناستې ګډونوالو د وسلو، پوځي تجهيزاتو او تخنيکي اړتياوو پر تنظيم بحثونه وکړل، څو د دې سازمان غړيو هېوادونو د توليدي ظرفيتونو پر بنسټ مرستې تنظيم او د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ته واستول شي.»

دغه خبرپاڼه د جولای پر ۲۵مه خپره شوې او په کې ويل شوي چې په دغه غونډه کې د ټولیز امنیت تړون سازمان سرپرست سرمنشي والېري سمیریکوف هم ګډون کړی و.

د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۲۸مه د ټوليز امنيت تړون سازمان د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې د امنيت خونديتوب په اړه د همکاريو زياتولو په موخه د لومړي پړاو ناسته وکړه.

د دې ناستې په تعقيب درې نورې ناستې هم په مسکو او دوشنبې کې د ياد سازمان پر مشرۍ شوي، خو پوښتنه دا ده، چې د سيمه‌ ييزې ترهګرۍ اصلي ريښې چېرته او څه ډول عملي کېږي؟

د سیاسي چارو شنونکی ادريس محمدي ځاځی وايي:« له ګاونډیون افغانستان ته ستونزې پېښې شوې، حکومتونه چپه شوې دي، دلته ترور، اختطاف،  ناامني او ذهنیت جوړونې په اړه دا د ګاونډیو لاسونه ول. یعني په افغانستان کې د هرې ناامنۍ تر شاه د ګاونډیو لاسونه دي. خو د ګاونډیو په حکومتونو کې، امنیت کې، ملتونو کې افغانستان نه په اوسني شرایطو کې لاسوهنه کړې او نه یې په تېرو وختونو کې لاسوهنه کړې.»

د سيمه‌ ييز امنيتي وضعيت څارونکي ترهګري د نړيوالو قدرتونو د اهدافو يوه مهمه برخه بولي چې د دوی په خبره د سياسي نفوذ لپاره کارېږي او په دې اړه د اندېښنو مطرح کول يې هم د ستراتيژيکو موخو برخه ده.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« افغانستان د نړۍ لپاره او په ځانګړي ډول سیمې هېوادونو لپاره هېڅ ډول ګواښ نه دی او تل طالب چارواکو دا خبره کړې چې موږ د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې نه سیاسي لاسوهنه کوو او نه پوځي. ولې دا ګواښ موجود دی او د دې ګواښ اصلي سرچېنه پاکستان دی.  پاکستان ځکه دی چې غواړي نړۍ ته وښيي چې ګڼې دوی د تروریستانو قرباني دي، حال دا چې هملته تمویل کېږي او دا د دوی لپاره یوه سیاسي روزي ده چې دغه نیمه پېړۍ یې ګاونډیان ګواښلي دي.»

بل خوا سرپرست حکومت لا تر اوسه پورې د افغانستان او تاجیکستان د ګډې پولې په اړه د ټوليز امنيت تړون سازمان وروستيو پرېکړو او مشورو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تل يې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د سيمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکری چی افغان خاوره به د نورو هېوادونو د بې ثباتۍ لپاره ونه کارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist