د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد ویلي،که نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل ونه کړي، تر ټولو ستره بیه به پرې کړي.
خلیلزاد ویلي، که افغانستان یو ځل بیا سقوط وکړي،نو مسوولیت به یې د هغو پر غاړه وي،چې اسلامي امارت سره تعامل نه کوي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی او زیاته کړې یې ده،چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې یوازنۍ لاره له اسلامي امارت سره تعامل دی او په خبره یې که داسې ونه شي تر دې د بد وضعیت تجربه هم له امکانه لرې نه ده.