Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شفقت علي خان: افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات د سیمې امنیت لپاره ننګونه ده

شفقت علي خان: د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې په اړه راپورونه بې بنسټه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/26

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل وروستي خبري کنفرانس کې له افغانستان سره د دې هېواد د اړیکو پر څرنګوالي او ترمنځ پر پرتو اندېښنو او ننګونو خبرې کړي.

شفقت‌علي خان د روانې جولای پر ۲۱مه افغانستان ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سفر ډېر مهم او بریالی یاد کړی او ویلي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېپلوماټیکې اړیکو کې پرمختګ رامنځته شوی.

نوموړي زیاته کړې، محسن نقوي د خپل سفر په لړ کې له افغان چارواکو سره پر امنیتي او ترهګرۍ ضد مسایلو غږېدلی چې په خبره یې سرپرست حکومت هم په دې اړه د پاکستان د اندېښنو منلو ته چمتووالی ښودلی.

هغه په افغان خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو حضور ته بیاځلې اشاره کړې او په دې اړه اندېښنو ته رسېدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عادي اړیکو لپاره مهمه بللې.

هغه په دې اړه وايي:« افغانستان ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سفر پرمهال پر امنیتي او د ترهګرۍ ضد موضوعاتو خبرې شوي، هغه څه چې د دواړو هېوادونو لپاره ډېر مهم دي. موږ له دې وړاندې هم روښانه کړې چې غواړو څه ډول اړیکې له افغانستان سره ولرو. په دې اړه یو لوی خنډ د وسله‌ والو ډلو حضور دی چې له هغه ځایه فعالیت کوي. دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ فعال تعامل موجود دی او افغان لوری هم په دې اړه زموږ د مطرح شویو اندېښنو منلو ته چمتووالی ښيي.»

شفقت‌علي خان د راتلونکې اګست میاشتې په لړ کې پاکستان ته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سفر تایید کړی خو د دې سفر د کره نېټې په تړاو یې څه نه دي ویلي.

نوموړي د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په تړاو پوښتنې په ځواب کې له جزییاتو پرته ویلي، دغه موضوع دامهال له پاکستان سره د اټکل تر کچې محدوده ده.

هغه زیاته کړې:« زه دا تاییدوم چې د دواړو خواوو ترمنځ د سفر او ټاکلې نېټې په تړاو خبرې روانې دي. موږ پر دې مسالې کار روان کړی. هر کله چې د سفر پر وروستۍ نېټې هوکړه وشوه، له تاسو سره به یې شرکه کړم… دویمه مساله دامهال د اټکل تر کچې پورې محدوده ده. په دې اړه نه غواړم نظر ورکړم.» 

اسلامي امارت افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د حضور په تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په دې تړاو هر راز ادعاوې او اندېښنې بیځایه بللې دي.

له دې سربېره، څو ورځې وړاندې د امارتي ادارو د یو کلونو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم د اګست په لومړیو کې پاکستان ته د خپل سفر خبر رسما تائید کړی و.

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان له لوري د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو مسالې ته په اشارې وایي دغه هېواد په دې اړه خپلواک دریځ نه شي څرګندولی او ښايي د امریکا وروستۍ پرېکړې او موقف ته په تمه پاتې شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« پاکستان هم یو سلسله مجبوریتونه لري، هغه دا چې د امریکا او چین ترمنځ پاکستان مستقیما راغلی. پاکستان هم له چین او هم له امریکا وېره لري، ترڅو چې امریکا په دې اړه قدم نه وي اخیستی، زما په فکر تر هغه وخته به پاکستان یوازې په همدې شکل مخته ځي. پاکستان له دې سربېره خپلې موخې هم لري، هغوی غواړي چې یو سلسله مسایل دي چې هغه حل کړي.»  

پاکستان داسې مهال له افغانستانه د ترهګرۍ ضد وسله‌ والو ډلو د حضور په تړاو اندېښنه ښيي چې څه موده وړاندې د دې هېواد دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري پخپله اعتراف کړی و چې دوی له لسیزو راپدېخوا له وسله‌ والو ډلو د ځان پر ګټه ملاتړ کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist