Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پيل شوې

خوست کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/24

د خوست ښار اړوند ۱۲۰۰ فامیلو کې د شپږ کیلومټره لښتیو او لسګونه پلچکونو دا پروژه چې شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې کیږي، چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د خوست ښاروالۍ مسوولین وایي، د دې پروژو پای ته رسېدو سره به په سیمه کې د باراني اوبو کچه کنټرول او خلک به له شته  ستونزو خوندي شي.

 د خوست ښاروال شهزاد نور راشد وايي: « کله به چې باران وشو او اوبه به را روانې شوې، د خوست ښار خلکو ته به تکلیف رسېده، کورونه به لاندې کېدل او ډېر زیات شکایتونه کېدل. له همدې امله خوست ښاروالۍ پلان ترتیب کړ او دا پروژې يې پیل کړې.»

د خوست ښاروالۍ سکټوري آمر انجینر جاوید جمشېد وايي: « په یاده پروژه د خوست ښار څلورمې ناحیې د  ۱۲۰۰ فامیلیو په مربوطاتو کې پلې کېږې. د دې پروژې ابتدایي ارزښت ۱۹.۹ میلیونه افغانۍ دی چې په کې ۶ کیلومټره لښتي، ۱۸۹ لوی پلچکونه او ۱۰ کوچني پلچکونه شامل دي.»

اخوا ځایي اوسېدونکي که څه هم په خپله سیمه کې د پروژو پلي کېدل مهم ګڼي، خو زیاتوي چې لاهم د خوست ښار اړوند ګڼو استوګنیزو سیمو کې پوره ښاري اسانتیاوې نه شته او اړتیا ده چې مسوولې ادارې ژر او منظم پلانونه تطبیق کړي.

د خوست اوسېدونکی محمد یوسف وايي: « دا پروژه ډېره مهمه ده، ځکه دا لښتي ټول کچه جوړ شوي وو او اوبه په کې راټولېدلې. که اوس په اساسي توګه جوړ شي، اوبه به یې ووځي او دا چټلي به هم ورسره ورکه شي.»

د خوست اوسېدونکی احسان الله وايي: « دلته د اوبو ډنډ کېدو له امله زیاتې ستونزې موجودې دي، که دا لښتي جوړ شي او اوبه ووځي، خلک به هم له ستونزو وژغورل شي.»

د خوست ښاروالۍ د مالوماتو له مخې، روان کال به په دې ولایت کې د میلیونونه افغانیو په لګښت د ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۳۰ رغنیزې پروژې تطبیق کړي چې دا مهال یې د دوو چارې عملاً پیل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist