Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جواد: افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې

جواد: افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/24

له څو مياشتو راهيسې د کابل او اسلام ‌اباد اړيکو نوی رنګ خپل کړی چې په ترڅ کې يې د دواړو لوريو لوړ پوړو چارواکو پر ګډو اقتصادي، سياسي او امنيتي مسايلو د بحث لپاره کابل او اسلام‌اباد ته متواتر سفرونه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی چې اسلام‌ اباد ته تللی، د پاکستان له چارواکو سره يې د سوداګرۍ پر پراختيا، د ګمرکي تعرفو پر کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزيټي همکاريو زياتوالي لپاره د اسانتياوو پر رامنځته کولو خبرې کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخولو، ټرانزیټي تسهیلاتو او د دوه اړخیزې سوادګرۍ پر زیاتولو هر اړخیز بحثونه شوي. دواړو لوریو د شته خنډونو رفع کولو لپاره حل لارې وړاندې کړې. همدارنګه د صادراتو زیاتولو په موخه د افغانستان پر یو شمېر توکو د تعرفې ټیټولو په اړه هم خبرې وشوې.»      

د سوداګرۍ وزارت ویاند دغه راز زياتوي، ښايي دواړه خواوې د ځينو مسايلو پر سر هوکړې ته هم ورسېږي چې پر اساس به يې افغان سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

په ورته وخت کې سوداګر د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د ستونزو زياتوالی د کابل او اسلام‌اباد له لوري د اپټا تړون د نه تمديد له امله بولي او له سرپرست حکومت په دې اړه د غور غوښتنه کوي.

سوداګر زلمی ننګرهاری وايي: « د پاکستان له خوا دا ویل کېږي چې د اپټا تړون وخت پوره او لغوه شوی دی. نو په دې اساس پاکستان وخت نا وخت موږ ته ستونزې جوړوي. کله چې زموږ محصولات ورسېږي، دوی په پولو کې محصول لوړ کړي او په کراچۍ بندر کې هم ستونزې جوړوي. زه له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې اسلام اباد ته تللی پلاوی یې په اپټا تړون خبرې وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم ورته سفرونه او ليدنې د راکړې ورکړې په برخه کې مهمې بولي، خو د تل په څېر ژمنو ته د پاکستان نه پابندۍ له امله خواشيني دي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « پاکستان د تاریخ په اوږدو کې په دې اړه پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی او هر وخت یې افغان تجارانو ته ستونزې جوړې کړې دي. هر هغه پلاوی چې په دې برخه کې د خبرو لپاره ځي، باید له احتیاط کار واخلي؛ ځکه پاکستان تل د خپل ضرورت پرمهال د افغانستان چارواکو ته د لیدنو امکانات برابروي، خو کله چې د افغانستان د محصولاتو فصل راشي، بیا په مختلفو بهانو لارې بندې کړي.»         

پر پاکستان د شنونکو تور دا دی چې تل د افغانستان موسمي محصولاتو د رسېدو پرمهال ټرانزيټي لارې بندوي او په دې توګه بهر ته د افغاني محصولاتو د صادرېدو مخه نیسي.

دوی وړانديز کوي چې له ورته ستونزو سره له مخ کېدو وړاندې بايد افغانستان د خپلو توکو د صادرولو لپاره ځيني بديلې لارې په پام کې ونيسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist