Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي:اسلام‌اباد کې د ریاض په مشرۍ د افغانستان په اړه راتلونکی کنفرانس مهم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/01

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، سعودي عربستان پراسلامي نړۍ خپله اغېزه لري او د افغانستان په اړه  د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس به د افغانستان نړیوال مشروعیت په برخه کې مرسته وکړي.

خو په ټوله کې تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې سعودي هم د پاکستان او قطر هېوادونو په څیر د امریکا ستراتیژیک ملګر دی او یوازې د لوېدیځ او خپلو ګټو لپاره کار کوي.

تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:« په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره خبري کوي او سعودي عربستان هم لکه پاکستان او قطر د امریکا ستراتیژیک ملګری دی د امریکا غرب او ناټو اوخپلو ګټو لپاره کار کوي او امریکا هم هڅه کوي،چې اسلامي هېوادونه بېرته د اسلامي هېوادونو پر وړاندې وکاروي.»

سعودي عربستان روان وضعیت اندېښمن کړی او د افغانستان په‌ تړاو یې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس راغوښتی دی،چې د روانې ډیسمبر میاشتې پر اوولسمه نېټه به اسلام‌اباد کې ترسره شي.

اخوا د افغانستان اسلامي امارت بیا د دې اقدام هرکلی کړی او دغه  کنفرانس د افغانستان لپاره ګټوره بولي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي:« موږ د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان له ناستې ملاتړ کوو او هېله لرو،چې اسلامي هېوادونه د افغانستان په تړاو خپلې جدي او صمیمانه هڅې وکړي او افغانستان په دې سختو شرایطو کې هېله من دی،چې د دغه سازمان ریښتنې همکاري له ځان سره ولري.»

ټاکل شوې شپاړلس ورځې وروسته د روانې ډسمبر میاشتې پر اولسمه نیټه د ریاض په نوښت د افغانستان په تړاو د پاکستان پلازمېنه اسلام‌ اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس جوړ شي او ګډونوال به یې د افغانستان د بشري ناورین په هکله له ارزونو وروسته ګډ دریځ اعلان کړي.

سعودي عربستان همداراز اعلان کړی دی، چې کابل کې د قونسلي خدمتونو بیا فعالولو لپاره یې ۱۴ دیپلوماتان کابل ته لېږدلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist