Skip to content
د روسي رسنیو د راپور له مخې، په روسیه کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال ویلي، نن به شااوخوا۱۰۰ محصلین د لوړو زده کړو په موخه روسیې ته ولېږدول شي.
دغه راز ټاکل شوې ده،چې افغانستان ته د روسیې د بشردوستانه مرستو دویم پړاو به هم نن پیل شي.
تر دې وړاندې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي وو، چې د دسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه به د بشردوستانه مرستو دویم پړاو هم پیل کړي.
اټکل کېږي،چې دا ځل به روسیه له ۴۵ تر ۶۰ ټنه پورې مرستې وکړي.