Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ریچارډ لېنډسي: د افغانستان د پرمختګ لپاره پراخو او ټولګډونه خبرو اترو ته اړتیا ده

ریچارډ لېنډسي: د افغانستان د پرمختګ لپاره پراخو او ټولګډونه خبرو اترو ته اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/23

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د افغانستان راتلونکی په پراخو خبرو اترو پورې تړلی بولي او وایي، اړتیا ده چې په افغانستان کې ټولې غاړې په ګډه خبرې او بحثونه وکړي.

د ریچارډ لېنډ سي په خبره، دا چاره کولی شي د افغانستان د دوامداره سولې او پرمختګ سبب وګرځي.

لېنډسي په دې اړه وايي: « د بریټانیا ځانګړي استازي په توګه کابل ته له سفر راستون شوم. هلته مې د طالبانو د وزيرانو په شمول له افغانانو سره وليدل او د روغتيايي مسايلو ترڅنګ مې له ايران او پاکستانه د راستنېدونکو په اړه ورسره خبرې وکړې. د افغانستان پرمختګ لپاره اړتیا ده چې ټولې غاړې پراخې خبرې او له یو بل سره تعامل وکړي.»

ریچارډ لېنډسي چې تازه يې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي په توګه دنده پيل کړې، کابل ته له سفر بېرته بریټانیا ته ستون شوی، خو کابل کې يې د افغاني ټولنې د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ولېدل چې په کې د سرپرست حکومت چارواکي هم شامل وو.

د هغه خبرې او بحثونه د افغانستان پر اوسني وضعیت او د بریټانیا او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو متمرکز و.

 د بریټانیا ځانګړي استازي دندې د ترهګرۍ پر ضد هڅې، د بشري حقونو ملاتړ، بشري مرستو ته د افغانانو لاسرسی او په افغانستان کې د داسې یوه حکومت د جوړېدو ملاتړ ښودل شوی چې ټول‌ شموله او د خلکو استازی.

د چارو څارونکي بیا وایي، لوېدیځ هېوادونه له کلونو راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې یوه ټول ‌شموله حکومت ته لاره هواره شي، خو لا هم په دې برخه کې بریالي شوې نه ‌دي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « ښه به دا وي چې موږ وکولی شو په هېواد کې لویې جرګې جوړې کړو او په کې د نورې نړۍ د فرمایشونو پر ځای، خپلې ستونزې حل کړو؛ ترڅو د نړیوالو خولې بندې، بهانې ورکې او په رسمیت و پېژندل شو.»

د سیاسي شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « زه وایم همه قبول  او متخصص حکومت دې جوړ شي نه همه شمول، ترڅو افغانستان له دې حالته وباسي. د دې مانا دا نه ده چې باید له هر قوم استازي په حکومت کوي بلکې د هر قوم متخصصین باید په حکومت کې ځای ولري، دا د وطن لپاره ډېر اهمیت لري.»

لېنډسي یو تجربه ‌لرونکی ډېپلومات دی چې د ۲۰۲۵ په جون کې یې خپله نوې دنده پیل کړه.

تر دې مخکې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د بریټانیا د بهرنیو، مشترک‌ المنافع او پراختیایي چارو وزارت مرستیال رییس پاتې شوی دی.

په اوسنۍ دنده کې د هغه ماموریت دا دی چې په افغانستان کې له سرپرست حکومت او نورو افغان لوریو سره د خبرو له لارې د بریټانیا بنسټیزو اهدافو ته وده ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist