Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه کې د اوبو بحران؛ تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو خلک اندېښمن کړي

فراه کې د اوبو بحران؛ تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو خلک اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/22

فراه کې د بخش اباد بند چارو پرمختګ سره په دې ولایت کې د اوبو کمښت ستونزې حل ته هیلې زیاتې شوې دي.

د دې ولایت ځایي مسوولین وایي، د بخش اباد بند چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې هم د روان لمریزکال تر پایه بشپړې شي.

د فراه والي ویاند عبدالمالک اسامه وايي: « د بخش اباد بند یوه ستره او ملي پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې د اقتصاد او کرنې ودې ترڅنګ د فراه ولس ستونزې ورسره حل شي.»

په همدې حال کې د فراه اوسېدونکي دلته له هوا ګرمېدو سره د اوبو کمښت ته اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې یاده برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د فراه اوسېدونکی عبدالغني وايي: « تاسو په خدای باور وکړئ په ما باور مه کوئ، پرون یو کس کور په کور د یوه پتک سره اوبو پسې ګرځېده. په خدای یو پتک اوبه چا نه درلودې چې ور یې کړي، درې ورځي ما هلته کارګر درلود، هېڅ اوبه نه وې آخر مې کار بند کړ.»

د فراه اوسېدونکی وهاج وايي: « فراه ښایسته ولایت دی خو د اوبو مشکلات په کي زیات دي. ستونزه داده چې ګرمې هم ډېره زیاته ده او خلکو ته په کې د څښاک اوبه نه پیدا کېږي. چارواکي باید د اوبو غمه وخوري چې خلکو ته اوبه پیدا شي.»

د فراه اوسېدونکی شراف الدین وايي: « د څښاک اوبو برخه کې ستونزې ډېرې دي، بخصوص دوبي کې اوبه ډېرې لږ دي. تابستان کې څاه ګانې وچیږي، څوک چې اوبه لري هغوی هم نه شي کولی خپلو ګاونډیانو ته اوبه ورکړي.»

د فراه خلک وايي، که مسوولین یادې برخې ته پاملرنه ډېره نه کړي او د بخش اباد بند ژر تر ژره بشپړ نه کړي، وېره شته چې راتلونکو کالونو کې د وچکالۍ له امله دې ولایت کې کروندګر د اوبو کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist