Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: د عربي متحده اماراتو په کمپونو کې پرتو افغانانو د ژغورلو هڅه کوم

ټرمپ: د عربي متحده اماراتو په کمپونو کې پرتو افغانانو د ژغورلو هڅه کوم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/22

په ۲۰۲۱زېږدیز کال افغانستان کې د تېر نظام له پرځېدو او واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو سره سم، زرګونه هغه افغانان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په بېلابېلو برخو کې له امریکا سره همکار پاتې شوي وو، د تخلیې پرمهال امریکا ته د لېږد په تمه په موقت ډول متحده عربي اماراتو ته انتقال شول.

دغه افغانان چې له اوږدې مودې راهیسې هلته د کډوالو په پنډغالو کې د تګ شېبې شمېري، له تېرو څلورو کالونو راهیسې په بې برخلیکه حالت کې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو افغانانو د ژغورلو او امریکا ته د انتقال په تړاو پرېکړه کړې.

رویټرز خبري اژانس د ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې نوموړي د یادو کډوالو سخت او بې برخلیکه حالت ته په کتو، د هغوی د انتقال پروسه پیلوي.

ټرمپ په دې اړه  ویلي: « زه به هڅه وکړم چې هغوی وژغورم، همدا اوس یې پیلوم.»

د رویټزر په راپور کې زیاته شوې، د ابوظبۍ حکومت له تېرو څلورو کالو راهیسې د دې افغانانو له ډلې ۱۷زره پروسېس کړي خو د پاتې۳۰ تنو نورو برخلیک لا روښانه نه دی.

بل پلو، شاوخوا ۱۵۰۰ نور افغانان چې د قطر په ٬٬صیلیه،، کمپ کې دېره دي، د هغوی برخلیک هم تر ډېره دغې قضیه پورې تړلی دی.

په ورته مهال، ځینو رسنیو ویلي، متحده عربي اماراتو د روانې جولای میاشتې په سر کې افغانستان ته دوه هغه افغانې کورنۍ بېرته ستنې کړې دي چې امریکا ته د تګ په تمه وې.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « که دا پرېکړه عملي شي، دا به د امریکا له خوا د مسوولیت منلو او د خپلو هغو متحدینو سره د ژمنتیا ښکاره نښه وي چې افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره همکاري کړې. دا اقدام نه یوازې د بشري حقونو له اړخه ارزښتناک دی، بلکې د زرګونه کډوالو ژغورلو ته عملي حل لارې وړاندې کوي.»     

د کډوالو د حقونو چارو فعالان په قطر او متحده عربي اماراتو کې د بې برخلیکه افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او د وضعیت د روښانه کېدو غوښتنه یې کوي.

دوی امریکا او متحده عربي امارات په دې مساله کې په ناغېړۍ تورنوي او له دې هېوادونو غواړي چې په دې برخه کې ورګرځېدلي مسوولیتونه ادا کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « په عربي متحده اماراتو او قطر کې د سرګردانه افغانانو وضعیت یو داسې انساني بحران دی چې فوري او جامع حل لارې ته اړتیا لري. د دغو کسانو لپاره څلور کلنه بلاتکلیفي د منلو وړ نه ده او اصلي مسوولیت یې هغو هېوادونو ته ورګرځي چې غربي هېوادونو ته یې د لېږدولو ژمنه ورکړې وه.»  

دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د افغانانو  پر ورتګ بندیز ولګاوه او په تېره اپرېل میاشت کې یې امریکا کې د کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام هم لغوه کړ او د افغانانو په ګډون یې هغو کسانو ته له امریکا د وتلو وویل چې اوسمهال د دې پروګرام تر پوښښ لاندې دي.

له دې اعلان سره ډېموکراټانو د نوموړي پر دې پرېکړې نیوکه وکړه او ویلي یې دي چې دغه کار کولی شي د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist