Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ایکو سازمان ناسته: ګډونوالو د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ وباله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/29

د افغانستان په اړه د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۷ مه» د ترکمنستان په کوربتوب د اقتصادي همکاريو یا ایکو پنځلسمه کلنۍ ناسته تر سره شوه.

د ناستې کډونوالو د افغانستان وضیعت د اندېښنې وړ بللی او د کنګل شوې پانګې د بېرته ازادولو غوښتنه یې وکړه.

ناسته کې د ایران ولسمشر غوښتنه کړې، چې امریکا دې د افغانانو کنګل شوې پانګې بیرته خوشې کړي او د ترکیې ولسمشر بیا په سمدستي توګه د دایمي سولې او ثبات غوښتنه وکړه.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان وايي:« په افغانستان کې په سمدستي توګه د تلپاتې سولې او ثبات رامنځه کول مهم دي،ځکه دا هېواد له ستر بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی. دا زموږ ګډه هېله او هدف دی،چې د افغانستان دولت د ټولو برخو اړتياوو ته ځواب ووايي. موږ د هغو هڅو ملاتړ کوو،چې هدف يې د روغتيا او پوهنې په څېر د دولت د اساسي تشکيلاتو خوندي ساتل دي.»

اخوا د سیاسي چارو تحليل کوونکي هم د ايکو سازمان شته اندېښنې پر ځای بولي او وايي، که نړيوال ژر تر ژره له افغانستان سره مرستې ترسره نه کړي، روان وضعیت به د افغانستان سربېره سیمې او نړۍ ته هم بدې پایلې ولري.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی زرعلي معروف وايي:« د ګډونوالو اندېښنې پر خپل ځای دي. رښتيا هم د افغانستان اقتصاد په اوس وخت کې مخ پر زوړ روان دی. اوس د افغانستان ۸۰ سلنه نفوس د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي،نو په ټوله کې که ګاونډیان، د سيمې هېوادونه او د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي، نو دا کار به نه یوازې چې افغانانانو سره مرسته وکړي،بلکې مستقيما به دا د سيمې او نړۍ پر امنيت باندې هم ښه تاثیر وکړي.»

د ايکو سازمان  ناسته د افغانستان لپاره مهمه بلل شوې او ټینګار شوی دی،چې نړیوال دې اسلامي‌امارت سره د بحران مخنیوي کې همکاري وکړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ميرويس حاجي زاده  وايي:« دغه ناسته د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده،بهرني ملکونه هم اړ دي،چې په دې اړه بايد جدي واوسي، څنګه د بشري ناورین مخه ونیسي، خو بيا هم د افغانستان ستونزه اوس مهال اوسنۍ اداره حل کولای شي.»

افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري ناورین مهار کولو لپاره که  څه هم یو شمېر هېوادونو او مرستندویه سازمانونو مرستې کړي،خو دغو مرستو د اړمنو اړتیاوې نه دي پوره کړي او  اوس مهال د افغانستان نمايي وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist