Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني پاکستان ته؛ له افغان کډوالو او بندیانو سره ښه چلن وکړئ

حقاني پاکستان ته؛ له افغان کډوالو او بندیانو سره ښه چلن وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/21

کابل ته پاکستان بهرنيو چارو وزير له سفر يوازې درې ورځې وروسته د ياد هېواد کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم کابل ته راغلی او د کورنيو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سره يې ليدلي.

 د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حقاني د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمېنې برابرولو کې دا ډول سفرونه ګټور بللي.

حقاني له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلن او اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د هرې ستونزې هواري لپاره باور د حل لاره ده.

د خبرپاڼې له مخې، بل لور ته سید محسن نقوي د امنیت او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او ویلي یې دي، چې سوداګرو او عامو خلکو ته به لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د سیاسي چارو شنونکي پاکستان ګرموي چې له افغانستان سره د ستونزو هوارولو په اړه صادق نه دی، خو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د چارواکو تګ راتګ ځکه په نېک پال نيسي چې ګوندې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې به ورسره هوارې شي.

د سياسي چارو شنونکی ادريس محمدي ځاځی وايي: « د پاکستان له لوري چارواکو هر وخت تګ راتګ کړی، خو پر کړیو ژمنو یې کله هم عمل نه دی کړی. دا ځل هم په تېرو څلورو کالو کې د پاکستان له لوري لوړپوړي چارواکي راځي، خو باید د دوی ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې نه شي بلکې عملي شي، ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې رغښت پیدا کړي.»

ځينې نور بيا د کابل له لوري د يوې داسې تګلارې د اختيارولو تجويز کوي چې پر بنسټ يې د پاکستان له لوري له سرپرست حکومت سره کېدونکې ژمنې تعقيب شي.

دوی باور لري، که پاکستان د افغانستان له حکومت سره تېرې او په راتلونکي کې نورو کېدونکو ژمنو ته وفادار پاتې نه شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د چارواکو ليدنې به هېڅ ګټه ونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « دا چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان دولتي پلاوي کابل ته ځي راځي، لامل یې دا دی چې تقابلاتو ته د ګټو د تعریف پر بنسټ حل لاره پیدا شي. دا چې د دوی د کورنیو چارو وزیر کابل ته راغلی او غواړي د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر سره وګوري، دا ښايي په دې اړه یو ارزښتناک ګام وي چې له امله یې تقابلات له منځه لاړ شي. افغانستان په تېرو څلورو کالو کې د اقتصاد محوره حکومت، د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې نه کولو او امنیت ټینګښت نورو هېوادونو ته پیغام ورکړی، آیا پاکستان هم افغانستان ته همدا پیغام ورکولی شي؟ آیا دې پایلې ته رسېدلی چې د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان کولی شي د نړۍ د امنیت په ټینګښت کې رغنده رول لوبولی شي؟»

له دې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ‌ډارهم کابل ته په وروستي سفر کې د کورنيو چارو وزارت له سرپرست سره ليدلي وو.

موده وړاندې اسحاق ‌ډار د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ د اړيکو ترينګلي وضعيت کابو کولو لپاره له سرپرست حکومت سره د سوداګرۍ، د خلکو تګ راتګ اسانولو او نورو برخو کې ژمنې وکړې، خو تر اوسه يې د پوره کېدو درک نه لګي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist