Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د اته میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵۸ پروژې تر کار لاندې دي

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د اته میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵۸ پروژې تر کار لاندې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/21

د دولتي ادارو د کلنیو لاسته راوړنو تشرېح کولو په دوام، کابل ښاروالۍ د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې. د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، تېر کال په پلازمېنه کابل کې ټولټال۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ او يا هم کرېړ شوي  او په دې توګه تېرو نږدې څلورو کلونو کې د پلازمېنې د جوړو شویو سړکونو اندازه ۳۲۱ کيلومټرو ته ورسېده.

د کابل ښاروالۍ چارواکي زياتوي، تېر کال د ښاري پراختیا په موخه د زېربنا او تنظیف په برخه کې یو شمېر پروژې پلې شوې او ډاډ ورکوي چې د ورته پروژو د تطبيق له دوام سره به کابل په راتلونکو لسو کلونو کې پر یوه معیاري ښار بدل شي.

د کابل ښاروالۍ د ساختماني چارو مرستیال عامر زمرک یاسر وايي: « په تېرو څلورو کالو کې څه باندې ۳۰۰ کیلومټره عمومي او فرعي سړکونه جوړ او ګټه اخیستلو ته سپارل شوي دي. دا مهال یوازې د سړک جوړولو په برخه کې د ۱۱۵ پروژو کارونه جریان لري.»

د عامه ودانیو جوړول، د کابل ښار په واټونو کې د څراغونو لګول، د نیالګیو او زینتي بوټو کېنول، له ښاره بهر ته د څه باندې۴۵۵ زره ۷۷۲ ټنه خځلو او کثافاتو لېږدول، په ښار کې ۳۸ زره ۷۸۸ متر مکعب فاضلابو، ۱۵۰۸۹متر مکعب اضافي اوبو راټولول او د ۲۴۴ زره ټنه کم کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي او غیر خوراکي توکو له ‌منځه وړل، په تېر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ له لاسته ‌راوړنو شمېرل کېږي.

د ښاروالۍ چارواکي وایي، روان کال پلازمینه کابل کې د څه باندې اته میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵۸ زېربنایي او پراختیایي پروژې تر کار لاندې دي.

د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څار او اروزنې رئیس محمد قاسم افغان وايي: « د کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۴ انکشافي پلان کې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو په مختلفو برخو کې لکه ساختماني او زېربنايي، سړکونو او پلونو، کنالونو او لښتیو، سرسبزۍ او تنظیف، د سړکونو حفظ او مراقبت او ځینو نورو برخو کې ټولټال ۲۵۸ پروژې شاملې دي. کابل ښار د ۱۴۰۴ کال د انکشافي پلان د ذکر شویو پروژو لپاره د ۱۴۰۴ کال په جریان کې ۸ میلیارده ۱۱۳ میلیونه، ۶۸۰ زره، ۷۱۳ افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.»

د کابل ښاروالۍ د مسوولانو په خبره، په بره ‌کي څلور لارې، ده افغانانو او نجات څلي څلور لارې کې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو په موخه د درېیو هوايي پلونو د جوړولو کارونه هم دوام لري. خو له دې ټولو سره سره، په ځینو څلور لارو کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه او د سړک غاړې پلورونکو موجودیت پر خپل ځای پاتې دی.

د کابل ښاروالۍ مسوولان زیاتوي، په تېر یوه کال کې ۱۰۸۶ ملکیتونه استملاک شوي او مالکانو ته یې څه باندې ۱.۷ میلیارد افغانۍ ورکړل شوې دي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: « سږ کال موږ  ۱ زره ۸۶ جایدادونه استملاک کړي او ۱.۷ میلیارده افغانۍ مو دوی ته د ودانیو ویجاړېدو تاوان ورکړی. په مجموعي توګه، په تېرو څلورو کالو کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو کابل ښاریانو ته د ساختمانۍ خسارت ورکړی او دا لړۍ هره ورځ  ادامه لري.»

د کابل ښاروالۍ چارواکي دغه راز وایي، په ۲۲ ناحیو کې له ۵۰۱ ودانیو څخه ۳۰۸۴ځله نظارت شوی، د ۱۲۹ ناقانونه ودانیو جوړولو چارې درول شوې او ۳ زره ۳۰۳ ودانیزې سرغړونې په سیسټم کې ثبت شوې دي.

دغه راز، کابل ښاروالۍ په تېر کال کې د ۱۲۰ نویو پروژو لپاره تخنیکي اسناد چمتو کړي او څه باندې ۸۰۰ ودانیز جوازونه یې هم صادر کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist