د کندز ښار په څنډو کې افغان ګډو ځواکونو بیا د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي دي.
د یکشنبې سهار د کندز په دویمې حوزه کې د افغان ځواکونو عملیات پیل شول، خو د سیمې خلک ادعا کوي چې عملیاتو کې کوم پرمختګ نه لیدل کېږي او د جګړې وېرې کورنۍ اندېښمنې کړې دي.
د شلمې پامیر فرقې د ارکان رییس سید قربان موسوي وايي، د دوی عملیات په تکتیکي ډول پر مخ روان دي او هڅه کوي چې ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله وا نه وړي.
دا ځل عملیات له نورو سره په دې توپير دي چې افغان ځواکونه پلان لري چې د اوږدمهاله امنیت لپاره د ملي اردو مرکزونه جوړ کړي.
د کندز ښاریان بیا هم ډاډه نه دي چې ګنې د عملیاتو په سیمو کې به د دایمي امنیت لپاره سرتېري پاتې شي.
که څه هم د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې شي، خو له روانو عملیاتو خوښ نه دي.
د لوا پوځي قومندان بیا ډاډ ورکوي چې له چاڼیزو عملیاتو وروسته به په سیمه کې یو بیز هم جوړ کړي.