Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانکور ازموینې۹۶ سلنه ګډونوال لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي

د کانکور ازموینې۹۶ سلنه ګډونوال لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/21

د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې د يک‌شنبې پر ورځ د یوې غونډي په لړ کې اعلان کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرو کې وویل، له نړۍ سره د سالمې سيالۍ لپاره یوازینۍ لاره  زده کړې دي او په خبره يې، ځوانان دې بهر ته د کډوالۍ پر ځای په کوردننه لوړې زده کړې وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفې وايي: «هغه زده کوونکي یا محصلین چې د ۱۴۰۴ کال په کانکور ازموینه کې بریالي شوي او لوړې نمرې یې اخیستې دي، زه دوی ټولو، د دوی کورنیو، استادانو او د افغانستان ټول ملت ته د زړه له تله مبارکي وایم.»

په ورته مهال، د ازموینو ملي ادارې چارواکي وايي، سږ کال د کانکور ازموینې داوطلبان د تېر کال په پرتله ۲۰ زره تنه زیات وو او دا زده کړو ته د ځوانانو د علاقمندۍ د زياتوالي ښکارندويي کوي.

د دې ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني له ځوانانو او کورنیو وغوښتل چې خپل اولادونه د علم په ګاڼه سمبال کړي او بې تعلیمه يې پرې ‌نږدي.

حقاني په دې اړه وايي: « دا امانت په داسې ډول سپارل کېږي چې الحمد الله په دې کې ځوانان هم تشویش نه لري، نظام هم تشویش نه لري او والدین هم تشویش نه لري. موږ چې کوم ترتیب ورته برابر کړی، هغه ټولو ته د قناعت وړ دی. موږ ډېره هڅه کړې چې د ولس بچي تر ډېره حده کامیاب شي، سهولتونه ورته برابر شي، پوښتنې یې ساده او اسانه جوړې شي.»

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې ټولټال شاوخوا ۱۰۵ زره کسانو ګډون کړی وو چې د چارواکو په خبره، له ډلې يې ۹۶ سلنه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شوي دي.

د چارواکو په خبره، تېرو کلونو ته په کتو، سږ کال پوهنتونونو ته د محصلانو د جذب ظرفيت لوړ شوی او د کانکور کم شمېر ګډونوال بې پایلې پاتې شوي دي.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني زیاتوي: « سږ کال د تېر کال پرتله څه باندې ۲۰ زره ګډونوال زیات وو. دا د دې خبرې دلیل دی چې زموږ له ځوانانو سره د علم زده کړې شوق او دلچسپي شته. همدارنګه له ولس سره هم لېوالتیا شته چې خپل بچي د علم زده کړې ته استوي.»

په سږنې کانکور کې د کابل اوسېدونکی سید موسی د سید داوود سادات زوی د ۳۵۶ نمرو په اخیستلو سره عمومي اول نمره اعلان شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist