Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیرخواه: هرات کې راستنو شویو کډوالو ته وړیا سیمکارټونه وېشل کېږي

خیرخواه: هرات کې راستنو شویو کډوالو ته وړیا سیمکارټونه وېشل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/19

محمد علي سطاني چې شاوخوا شپږ کاله یې ایران کې تېر کړي، اوس د ایران حکومت له خوا په جبر را ایستل شوی.

د افغانستان خاورې ته له راتګ سره یې د افغانستان سیمکارټ نه درلود او له امله یې د کورنۍ سره اړیکه په بشپړ ډول پرې شوې وه.

 محمد علي اوس د اسلام کلا کمپ کې د وړیا مخابراتي خدماتو له لارې، له څو ورځو وروسته د کورنۍ غړیو ته د ځان احوال ورکوي.

هغه په دې اړه وايي: « کله چې افغانستان ته را واوښتم، د ایران سیمکارټونه پرې شول. تر اوسه مې خپلې کورنۍ سره اړیکه نه لرله. دلته یې «هېواد ته ښه راغلاست» سیمکارټونه راکړل چې اړیکې په کې وړیا دي. دا سیمکارټونه ټولو ته ورکول کېږي.»

راستانه شوي افغانان اسلام کلا کمپ کې د وړیا سیمکارټونو وېش او اړیکو برابرول، له کورنیو سره د پرې شویو اړیکو بېرته رغولو او پرېښانۍ کمولو په برخه کې ګټور بولي.

له ایران راستون شوی ابراهیم سلطاني وايي: « له فامیل سره مې اړیکه پرې وه، همدا اوس مې سیمکارټ واخیست او اړیکه مې وکړه. دا ډېر ښه کار دی، زه له دوی مننه کوم.»

له ایران راستنه شوې شیدا کریمي وايي: « دلته هرڅه ښه دي، همدا چې موږ راغلو په خلاصه غېږ یې له موږ هرکلی وکړ، داسې غېږه چې د نړۍ هېڅ ځای کې مو نه ده لیدلې. موږ ته یې د افغانستان سیمکارټونه هم راکړل، ترڅو اړیکې ونیسو. زه د اسلامي امارت له حکومت ډېره مننه کوم.»

په همدې حال کې، د مخابراتي شرکتونو ځينې مسوولين وايي، دغه ګام د راستنو شویو افغانانو د ملاتړ او د دوی له کورنیو سره د اړیکو د اسانتیا لپاره پورته شوی او هره ورځ سلګونو کسانو ته د وړیا تماسونو زمینه برابرېږي.

د یوه کورني مخابراتي شرکت استازی بیژن رحماني وايي: « دوی کولی شي په دې سیمکارټونو سره تر ۵۰۰ زیاتې اړیکې ونیسي. کله چې موږ وینو دوی خپلو کورنیو ته احوال ورکوي، موږ ډېره خوشاله کېږو.»

له دې ټولو سره، د هرات مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ مسوولين وايي، تر دې دمه له ایرانه راستنو شویو افغانانو ته له ۱۶۰ زرو زیات وړیا سیمکارټونه وېشل شوي او دا لړۍ دوام لري.

د دوی په خبره، هرې کورنۍ ته یو سیمکارټ ورکول کېږي.

د هرات د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ رییس خیرالله خیرخواه وايي: « د وېش لړۍ ښه منظمه روانه ده. هر راستنېدونکي ته وړیا سیمکارټ ورکوو. موږ تر اوسه پورې ۱۶۰ زره سیمکارټونه وېشلي دي. دا سیمکارټونه په وړیا توګه وېشل کېږي او د هر کس د بایومټریک پرمهال یې سیمکارټ په خپل نوم راجسټر کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې یوازې په تېرو ۲۴ ورځو کې له ۶۲۱ زرو زیات افغان کډوال د اسلام کلا له لارې او څه باندي ۱۲۲ زره بیا د نیمروز ورېښمو پل له لاري هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist