Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: سیمه او نړۍ په مستقیم ډول باید  له اسلامي امارت خپلې اندېښنې شرېکې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/28

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي نړیوال خپلې اندیښنې یوازې په ناستو کې څرګندوي، خو د امریکا له ویرې یې د افغانستان له حکومت سره نه شریک کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ترهغې چې دافغانستان په تړاو دامریکا دریځ کې نرمښت رانه شي نوره نړۍ به هم اسلامي امارت سره مستقیمواړیکو ته زړه ښه نه کړي.

دوی وايي، د نړیوالو او اسلامي امارت ترمنځ پراخه بې باوري موجوده ده او د باور جوړونې لپاره دې عملي اقدامات ترسره شي.

د سیاسي چارو کارپوه  طارق فرهادي وايي:« اسلامي امارت نړیوالې ټولنې ته لفظي ډاډ ورکړی او نړیواله ټولنه د اسلامي امارت دغه ډاډګیرنه کافي نه ګڼي او غواړي،چې په کابل کې عملي بدلون وویني.»

د افغانستان په تړاو د ناټو سازمان پرله پسې ناستو سربېره، د اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او همدا راز د سیمې او ګاونډیانو په کوربتوب ترسره شوې ناستې هغه څه دي،چې سیمه  او نړۍ د افغانستان په تړاو اندېښنه لري او د حل لپاره یې لارې چارې لټوي.

دغو ناستو نه ښکاري،چې د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ دریځ یو دی،خو دغو هېوادونو  تر اوسه پورې د افغانستان له اوسني حکومت سره په مستقیم ډول خپلې غوښتنې او اندېښنې نه دې شریکې کړي .د سیاسي چارو یو  نور کارپوهان بیا وايي، اسلامي امارت نړۍ ته ګواښ نه دی، بلکې په اوسنیو شرایطو کې افغان ولس له ستونزه سره مخ دی او نړیوال باید د افغانانو د ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم  وايي:« په حقیقت کې د طالبانو حکومت هېڅ ډول ستونزه نړیوالو ته نه پیښوي،بلکې د افغانستان خلک له یو ډول ګواښ سره مخ دي او له یوې نړۍ ستونزو سره لاس او ګریوان دي. نړۍ باید د افغانستان د خلکو د ستونزو په حل کې مرسته کړي.»

کارپوهان وايي، د امریکا پر مشرۍ نړۍ په افغانستان کې خپل زور ازمایلی دی اواوس  له انعطاف پرته بله هېڅ چاره نه لري، خو له افغان لوري سره به یې مشترک ټکي ته رسیدل وخت ونیسي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالستار سعادت وايي:« نړۍ خپل زور ازمایلی دی او له دې وروسته به په نرمه توګه له افغانستان سره مخ پر وړاندې ځي او افغان چارواکو سره به یوې مشترکې نقطې ته ورسیږي،خو فکر کوم چې دا به خت ونیسي.»

تازه ناټو اعلان کړی  دی،چې درې ورځې وروسته به د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه ناسته جوړه کړي او دغه ناسته کې به په افغانستان کې د ناټو سازمان  پوځي ماموریت پیل او پای په تړاو بحثونه وشي او ناټو به دغه ماموریت د ځان لپاره یو ستر درس وګڼي.

له بل لوري بیا د کابل او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو لپاره افغان او مریکايي پلاوي د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلي دي،خو لا تر اوسه پورې رسمي مذاکرات نه دي پیل او نه هم په دې تړاو جزئیات وړاندې شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist