Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني د قطر په منځګړیتوب لسګونه افغان کډوال کابل ته راولېږل

جرمني د قطر په منځګړیتوب لسګونه افغان کډوال کابل ته راولېږل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/19

د بهرنیو چارو وزارت وياند  عبدالقهار بلخي وايي، ۸۱ تنه افغانان د جرمني له فډرال جمهوریت سره تر خبرو وروسته د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي څانګې له خوا کابل ته را ولېږدول شول.

بلخي زیاته کړې، دغه افغانان چې جرمني د کډوالو په توګه نه دي منلي، د بېرته راستنېدو لپاره يې ټول اصولي پړاوونه تعقيب شوي او د جولای په ۱۸مه کابل ته رارسیږي .

د بهرنیو چارو وزارت وياند په ياده برخه کې د قطر منځګړيتوب ستايلی .

بلخي په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د جرمني فډرال جمهوريت ترمنځ له مفصلو خبرو وروسته، ۸۱ تنه هغه افغانان چې د جرمني له خوا رد شوي وو او د اخراج تصمیم یې نیول شوی و، د بهرنيو چارو وزارت د کونسلي څانګې له خوا يې د ټولو اصولي پړاوونو له طی کېدو وروسته، هېواد ته د بېرته ستنېدلو اسناد چمتو شوي او کابل ته انتقالیږي.»

د بهرنيو چارو وزارت له جرمني  د راشړل شويو لسګونو  افغان کډوالو په اړه  داسې مهال خبر ورکوي چې د جرمني د کورنيو چارو وزير رسنيو سره په خبرو کې دغه افغان کډوال په جرمنو تورن کړي دي .

الکساندر دوبرېندت زياته کړې، د اروپايي هېوادونو د يو ګډ ایتلاف او هوکړې له مخې چې د دې هېواد له سياست سره اړخ لري، د نورو ورته کډوالو د ايستلو په اړه هم اقدامات ترسره کېږي .

د جرمني کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرېندت زیاته کړې: « په ‌دې کې هغه کسان شامل دي چې پخوا يې درانه  جنايي جرمونه کړي او موږ يې په اړه څو اوونۍ وړاندې د ايستلو اعلان کړی و. له دې سره به موږ دا یقیني کړو چې د اخراج لړۍ ترسره کېږي او د نورو ورته کسانو شړل هم حتمي دي. موږ د يو ایتلافي تړون په چوکاټ کې د خپلو سياسي تګلارو بدلون عملي کوو.»

د جرمني د کورنيو چارو وزارت داسې مهال افغانستان ته د ۸۱ تنه افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه عملي کوي چې له دې هېواد سربېره، د اروپايي ټولنې يو شمېر نورو هېوادونو هم د غیرقانوني کډوالو د مخنيوي لپاره په پاليسيو کې سخت محدودیتونه رامنځته کړي دي .

د کډوالو د حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی واي: « د جرمني فډرال دولت د افغان کډوالو پر وړاندې خپله سختګیرانه پالیسي پرمخ بیايي او ګڼ افغانان یې د بېلابېلو تورونو له امله نیولي دي. د دغو کډوالو د تورونو په اړه باید له اخراج وړاندې څېړنه وشي. پر دوی لګول شويو تورونو ته باید له ډېپلوماټیکو لارو چارو رسیدګي وشي.» 

د راپورونو پر بنسټ، دا دويم ځل دی چې جرمني د جنايي جرمونو په تور لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته را استوي

له دې وړاندې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اګسټ پر ۳۰ مه نېټه هم جرمني د اوزبېکستان په منځګړيتوب ۲۸ تنه هغه افغانان کابل ته را انتقال کړل چې د یاد هېواد د حکومت له لوري په جنايي پېښو کې ښکېل وبلل شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist