Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خادم: د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ملاتړ کوو

خادم: د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ملاتړ کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/17

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح لړۍ پیل شوه.  په دې لړۍ کې به ټولټال ۴۴ ادارې چې وزارتونه او لوی ریاستونه په کې شامل دي، خپلې یو کلنې لاسته راوړنې  له ولس سره شریکې کړي.

د ریاست الوزرا د دفتر رییس داکټر عبدالواسېع خادم وايي، د دې پرګرام موخه دا ده چې د دولتي ادارو مسوولین د تېر یوکال اجرااتو راپور په پوره روڼتیا، له ولس سره شریک کړي.

د خادم په خبره، سرپرست حکومت په تېرو څلور کالو کې ګڼې لاسته راوړنې لري، خو ځينې بهرنۍ رسنۍ او بنسټونه هڅه کوي حقایق پټ وساتل شي او نړۍ ته د اسلامي امارت حکومت منفي انځور وښي.

د ریاست الوزرا د دفتر رییس له رسنیو وغوښتل چې واقیعتونو ته انعکاس ورکړي او د افکارو د سمې رهبرۍ لپاره له سرپرست حکومت سره مرسته وکړي، ترڅو نړۍ د افغانستان اصلي نځور وویني.

خادم په دې اړه وايي: « تاسو پوهېږئ چې په تېرو څلورو کالو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو له بده مرغه ځینې بهرني نهادونه او رسنۍ هڅه کوي چې حقایق پټ او د هېواد منفي انځور نړۍ ته وړاندې کړي. دا ستاسو مسوولیت دی چې واقعیتونه انعکاس کړئ او د افکارو د رسمي رهبرۍ لپاره له موږ سره مرسته وکړئ؛ ترڅو نړۍ د افغانستان ریښتینی تصویر درک کړي.»

د ریاست الوزرا د دفتر رییس دغه راز وايي، سرپست حکومت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته درناوی لري او د رسنیو له فعالیت ملاتړ کوي.

 د ده په خبره، هڅې کېږي چې ریښتینو او واقعي مالوماتو ته د لاس رسي کچه لوړه شي.

د ریاست الوزرا د دفتر رییس په دې اړه وايي: « د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان آزادۍ ته د درناوي او د رسنیو د فعالیتونو ملاتړ، د اسلامي امارت له ارزښتناکو هڅو دي. رسنۍ د ولس او حکومت ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت لري. هڅه کوو چې ریښتینو مالوماتو ته د لاسرسي کچه لوړه کړو.»

داکټرعبدالواسیع دا هم وویل چې د اسلامي امارت حکومت له ۴۰ زیاتو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې تعامل لري او په نږدې راتلونکي کې به ګڼ شمېر نور هېوادونه هم د روسیې په څېر د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت وپېژني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist