Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شانګهای سازمان غړو هېوادونو له سرپرست حکومت سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو له سرپرست حکومت سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/17

د شانګهای همکاريو سازمانو غړيو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د خپلو شريکو مسايلو ترڅنګ، د افغانستان پر کشالې بحث کولو ته هم ځای ورکړی.

دغه ناسته د چين په کوربه ‌توب د جولای پر ۱۵مه او ۱۶مه ترسره شوه او د بحثونو په لړ کې يې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړيکو پر پراختيا هم تمرکز کړی.

د روسيې د بهرنيو چارو  وزير ناستې ته خبرو کې ویلي، هېواد يې له ترهګرۍ او نشه‌ يي توکو د پاک افغانستان ملاتړ کوي، خو ترڅنګ یې ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره بايد هلته د ملي اجماع پیاوړتیا، په سياسي ساختار کې د اقشارو شموليت تضمینول او د ټول ‌شموله حکومت جوړول کلیدي لومړیتوبونه وي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف زیاته کړې: « روسيه له افغانستانه د یوه داسې خپلواک، بې‌ طرفه او باثابته هېواد په توګه چې له نشه‌ يي توکو او ترهګرۍ پاک وي، ملاتړ کوي. افغانستان کې باید د ملي اجماع پیاوړتیا، د قومي او سیاسي شمولیت تضمین او د ټول ‌شموله حکومت جوړول د ثبات لپاره له کلیدي لومړیتوبونو وي.»

د ټول‌ شموله حکومت پر اېجادولو، د بشري حقونو خونديتوب او له ترهګرۍ او نشه ‌يي توکو سره پر مبارزې د شانګهای سازمان غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر جمعي ټينګار سربېره، د هند بهرنيو چارو وزير بيا د دې سازمان له غړیو او نړيوالو غوښتي چې له افغانستان سره د مرستو زياتولو هڅه وکړي.

د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي: « هند به له افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیاسي اړیکو په برخه کې همکاري پراخه کړي. نوی ډهلی به له افغانستان سره خپلې مرستې دومداره وساتي. اوس اړتیا ده چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بيا په افغانستان کې د ملي اجماع پیاوړتیا او په حکومت جوړښت کې د قومونو او سیاسي اړخونو ګډون مهم او اساسي موخې بللې دي.

نوموړي همدا راز د افغانستان وضعیت په اړه د سیمه ‌‌ییزې همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی. 

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ‌ډار ویلي: « د افغانستان دوامداره سوله او ثبات د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د ګډو هیلو بنسټ جوړوي. د افغانستان لپاره د سيمې د تماس ډله باید بېرته فعاله شي، ترڅو د مشارکت یو ارزښتناک او عملي بستر رامنځته شي او  باید له ترهګرۍ پاک افغانستان او د دې هېواد بیارغونه او دوامداره پرمختګ د یوې خپلواکې، بې ‌طرفه او سوله ‌ییزې ټولنې په توګه تضمین شي.»

افغانستان د شانګهای همکاريو سازمان ناظر هېواد دی، خو په چين کې يې تازه ترسره شوې ناستې کې استازي ګډون نه درلود.

 د بهرنيو چارو وزارت يوه معتبره سرچينه شمشاد ته وايي، په دې ناسته کې يوازې غړيو هېوادونو ګډون درلود او ناظر هېوادونه نه وو وربلل شوي.

د شانګهای همکاریو سازمان په تازه ناسته کې د افغانستان په اړه د بحث شویو مسايلو په تړاو د نړیوالو اړیکو کارپوهان وېشلي نظرونه لري.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « باثباته او ټولګډونه افغانستان د سیمې امنیت، اقتصاد او اتصال لپاره اړین دی. دا دریځ ښايي که افغانستان دایمي ثبات ته ورسېږي، نه یوازې به له انزوا ووځي بلکې کولی شي د سیمې له لویو پروژو څخه هم ګټه واخلي.»

د نړيوالو اړيکو شنونکی نجيب الرحمن شمال وايي: « د افغانستان سرپرست حکومت باید له دې ډول ناستو اعظمي ګټه پورته کړي، ترڅو د دې هېوادونو د غوښتنو په پوره کولو سره، افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.»   

د شانګهای همکاریو سازمان ۱۰غړي لري او درې هېوادونه چې منګوليا، افغانستان او بلاروس دي، د دغه سازمان ناظر غړي هېوادونه دي.

د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ زېږیز کال کې رامنځته شو چې چین، روسیه، قزاقستان، قرغېزستان، اوزبېکستان او تاجیکستان یې غړیتوب لري. افغانستان بیا په ۲۰۱۲ زېږدیز کال د دې سازمان د ناظر غړي په توګه ومنل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist