Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جمشیدي: افغان کډوال د وږي میاشتې تر پایه وخت لري چې په خپله خوښه له ایران ووځي

جمشیدي: افغان کډوال د وږي میاشتې تر پایه وخت لري چې په خپله خوښه له ایران ووځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/16

که څه هم له تېرو څو اوونیو راهیسې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، تازه د ایران حکومت اعلان کړی چې دا لړۍ به د وږي میاشتې تر پایه دوام وکړي.

ایراني چارواکو پر افغان کډوالو غږ کړی چې د ټاکل شوې مودې له پوره کېدو وړاندې د دوغارون له لارې له پولې واوړي.

د خرسان رضوي تایباد ولسوال حسین جمشیدي ایراني رسنیو ته ویلي، نور د افغان کډوالو د مېلمه ‌پالنې توان نه لري او باید ژر تر ژره د ایران خاوره پرېږدي.

 جمشیدي په دې اړه ویلي: « هره ورځ شاوخوا۲۰زره افغان کډوال د دوغارون له لارې وځي. دوی همدارنګه له خپل ځان سره خپل شخصي توکي او وسایل هم بېرته خپل هېواد ته وړي.»

په ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ(یوناما) له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو پر لړۍ اندېښنه څرګنده کړې.

د یوناما مشره روزا اوتونبایووا وايي، د افغان کډوالو را ایستل به د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه سخته کړي. 

هغې دا څرګندونې د رياست الوزرا له اداري مرستيال سره کتنه کې کړې.

د یوناما مشرې زیاته کړې: « له ایرانه راستنېدونکي کډوال اوس مهال مرستو او لاسنيوي ته جدي اړتيا لري. موږ له افغانانو او په ځانګړي ډول له راستنېدونکو کډوالو سره مرستو ته دوام ورکوو.»

له ایران سره هم‌مهاله پاکستان هم په دې وروستیو څو اوونیو کې زرګونه افغان کډوال په زور را ایستلي او اوس شمالي ګاونډي تاجیکستان هم افغان کډوالو ته یوازې څو ورځې وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.

د سیاسي چارو څارونکي وایي، ګاونډي هېوادونه د خپلو سیاسي موخو په لټه کې هڅه کوي چې له بېووزله افغان کډوالو خپل زور وباسي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « زموږ هیله دا ده چې حکومت او نړیواله ټولنه او شتمن افغانان باید د مهاجرینو د بېرته منلو لپاره خپلې هلې ځلې وکړي. که څوک کور کې دوې روپۍ لري، یوه دې ورکړي او که دوه کوټې لري یوه دې مهاجرینو ته خالي کړي، ترڅو دوی خپلې چارې مخکې یوسي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو له شړلو ناوړه موخې لرلې، خو هرڅه برعکس شول. افغانستان ته د کډوالو راتګ د افغانانو ترمنځ د ملي یوالي، پیوستون او یو بل منلو سبب شو.»

ځینې نور بیا د کډوالو پر وړاندې روانه لړۍ یوه نړیواله مساله بولي او وایي، پاکستان او ایران هڅه کوي خپلې سیاسي او اقتصادي ستونزې پر افغان کډوالو پټې کړي.

د دوی په خبره، دا دوه هېوادونه په دې وروستیو کې له سختو اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « له ایران او پاکستان سره د افغانانو ستونزه دا ده چې دواړه ملکونه له اقتصادي لحاظه قریاب دي، ایران ډېر ځپل شوی، هم په اقتصادي لحاظ ناکام دی او په امنیتي او سیاسي لحاظ؛ په ځانګړې توګه د اسراییلو بریدونو د ایران ناکامي لا برسېره کړه. ایران غواړي د خپلو ناکامیو پټولو لپاره یو څوک ملامت کړي او د دې ملامتیا لپاره تر ټولو غوره انتخاب افغان مهاجرین دي.»

که څه هم د افغان کډوالو روان وضعیت په تړاو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څه نه وایي، خو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ویلي، یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

یاد کمیسیون زیاته کړې، ډېری راستنېدونکي کډوال له اسنادو، مالي سپما او د راتلونکي لپاره له مشخص پلان پرته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist