Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د پنبې کاروباریان د صادراتو لپاره د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو غوښتنه کوي

بلخ کې د پنبې کاروباریان د صادراتو لپاره د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/15

بلخ کې د پنبې کاروباریان او سوداګر وايي، سرپرست حکومت دې ورته د پاکستان پر ځای په بله بدیله لار کار وکړي، ترڅو دوی ورته له اندېښنې پرته د پنبې صادرات  ولري.

دوی د افغاني صادراتو پرمخ د پاکستاني بندرونو تړل کېدل هغه څه بولي چې له مخې یې دوی ته درانه مالي زیانونه اړوي.

د پنبې سوداګرو په خبره له اوزبېکستان، ترکیې او ایران سربېره چین سره هم د واخان له لارې بدیله سوداګري د لګښت او وخت د سپما له مخې ورته ګټوره تمامېږي او هم به يې کرنیز محصولات تر اروپايې بازارونو ورسېږي.

د پنبې سوداګر خان محمد وايي: « موږ د پنبې صادراتو لپاره د پاکستان بدیلې لارې غوښتنه کوو. دولت ته مو هم دا بار بار ویلي چې د واخان له لارې دې چین او نورو هېوادونو ته زموږ محصول صادر شي.»

د پنبې پروسېس کوونکی عزیزخان دولتزی وايي: « زه به څه وکړم چې ماته د برېښنا راکولو اجازه نه شته. ما د پنبې پروسېس کارخونې باندې په میلیونونو پیسې لګولې دي. زما هدف دا دی چې زه باید کار وکړم، خوار بیچاره وو ته د کار زمینه برابره کړم.»

د پنبې اړوند یو شمېر کارخونو مسوولین بیا په کور دننه د کارخونو لپاره د برېښنا کموالی د کارونو خنډ بولي.

دوی وايي، که يې ملاتړ وشي، له یادو کارخونو به ډېر شمېر نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.
بلخ کې د پنبې سوداګرو اتحادیې رئیس زلمی مومند وايي: « که چېرې دولت له موږ صنعتکارانو سره د برېښنا رسولو او مالیاتو کمولو په برخه کې مرسته وکړي، نو زه د پنبې فابریکه لرونکو په استازیتوب ډاډ ورکوم چې زرګونه کسانو ته به کاري فرصتونه ایجاد شي.»

مسوولین د پنبې صادراتو او د یاد کرنیز محصول پروسېس په برخه کې د شته ستونزو په تایید سره ډاډ ورکوي چې له دې برخې سره يې همکارۍ ډېرې کړې دي او ستونزې يې له پامه نه غورځوي.

ځايي مسوولین همدا راز ډاډ ورکوي چې د بدیلو لارو په تړاو بحثونه نهايي شوي او تمه شته چې ځینو هېوادونو ته په یاده برخه کې صادرات پيل کړي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وايي: « د صنعت او سوداګرۍ ریاست تګلاره او کړنلاره دا ده چې صنعتکاران باید تقویت شي. موږ د صنعت د تقویې او لا پیاوړتیا لپاره متعهد یو. د صنعت د لا ډېرې ودې په موخه لازم پروګرامونه او مېتودونه ترلاس لاندې لرو.»

بلخ چې په زیاته پیمانه پنبه په کې کرل کېږي، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د مالوماتو سره سم، تېر کال په ټول هېواد کې ١٥٩ مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې له هلمند وروسته بلخ دویم ځای لري او په کې ٣٤ مټریک ټنه پنبه تولید شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist