Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي بنسټ له ایرانه راستنو شویو کډوالو ته د مرستو وېشلو لړۍ پيل کړه

عزیزي بنسټ له ایرانه راستنو شویو کډوالو ته د مرستو وېشلو لړۍ پيل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/15

له ایرانه د افغانانو له راستنېدو وروسته سرپرست حکومت له سوداګرو او پانګوالو په یاده برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ورسره سم عزیزي بنسټ په اسلام کلا بندر کې د کډوالو ستونزو د حل په موخه د یو میلیارد افغانیو مرستو لړۍ پیل کړه.

د عزیزي بنسټ مسوولین وایي، یادې مرستې به اصلي سیمو ته د کډوالو لېږدولو، خوړو تیارولو او لنډمهالي پنډغالي جوړولو برخو کې ولګول شي.

دوی همداراز د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ژمنه هم کوي او وايي،  مسلکي کسان  به د عزیزي ګروپ په کمپنیو او موسساتو کې پر کار وګومارل شي.

د عزیزي خیریه بنسټ اجراییوي رییس محمد خان دانشجو وايي: « هغه ځوان کډوال چې تخصص او مسلک ولري، له نوبت او انتظار پرته به د کارموندنې لپاره اولویت ورکړل شي. هم مهاله کوم کسان چې هنر او حرفه لري، موږ هڅه کوو چې د عزیزي ګروپ اړوند موسساتو کې هغوی ته لومړیتوب ورکړو.»

سره له دې چې کارپوهان بېړنۍ مرستې مهمې بولي، خو د دایمي بېروزګارۍ د ختمولو لپاره د کارخونو او کاري فرصتونو پر ډېرېدو ټینګار کوي.
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي وايي: « د کډوالو لپاره د کار برابرولو لپاره باید د فابریکو جوړولو برخه کې کار وشي. لومړنۍ مرستې هم باید وشي، که چېرې له کډوالو سره لومړنی مرستي نه وای شوې، نن به اسلام کلا بندر کې د کډوالو وضعیت ډېر خراب و.»

تازه راستانه شوي افغانان که څه هم سملاسي مرستو ته اړتیا لري، خو ټینګار کوي چې په کور دننه دې ورته د کار زمینې برابرې شي، ترڅو وروسته کډوالۍ ته اړ نه شي.
له ایرانه تازه راستون شوی دل آغا وايي: « ټول دې یو بل ته لاس ورکړي، تر دې چې لاړ شي بهرنیو هېوادونو ته او هلته زحمت وباسي او پردی هېواد آباد کړي. هغوی چې پردي هېوادونه آبادوي، هغه دې راشي خپل هېواد کې دې یو ښارګوټی یا کارخونه جوړه کړي. دا ټول ځوانان په کار کېږي، هېواد مو آبادیږي. ولې موږ دومره زجر ووینو، ولې مسافر شو او ولې زموږ هېواد ویران  شي؟»

له ایران راستون شوی سید ابراهیم وايي: « له دې کډوالو سره ډېرې مرستې کیږي. که چیري د دې مرستو پر ځای بنسټیز کارونه وشي، دا هم د هېواد او د ځوانانو پر ګټه ده. اړتیا نه شته چې ځوانان کډوال شي، ایران یا ترکیي او یا بل هېواد ته لاړ شي. که بنیادي کارونه وشي، ځوانان به داسي ستړي نه وي.»

ځايي مسوولین هم یادې مرستې د راستنو شویو اوسنیو ستونزو ته په کتو مهمې بولي او وايي، پانګوال باید په دې برخه کې فعاله ونډه ولري.
هرات کې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون رییس عبدالسلام هجرت وايي: «  په واقعیت کې هم چې ولس له چا سره همکار نه وي، هېڅوک څه نه شي کولی، نه دولت او نه خلک. زموږ سره ولسي خلکو ډېره همکاري وکړه، تاسو وینئ چې دلته نیمه شپه هم خلک او تجاران خدمت ته ولاړ دي، هم ډوډۍ او هم اوبه ورکوي. دا د ویاړ ځای دی، موږ د هرات او ټول افغانستان له خلکو مننه کوو.»

د مالوماتو له مخې، دامهال هرات کې راستنو شویو افغانانو ته د مرستو او ستونزو حل په برخه کې له سرپرست حکومت سربېره ۱۸ خیریه بنسټونه  کار کوي او له ایران راتلونکو مهاجرو ته له اوبو او خوړو سربېره، روغتیايې خدمات او خپلو مېنو ته د لېږدولو خدمتونه وړاندې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist