د هند، روسیې او چین د بهر نیو چارو وزیران په یوه پر لېکه ناسته کې د افغانستان پر روان بشري وضعیت غږېدلي دي.
په دغه درې اړخېزه ناسته کې هند په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او په ځانګړې توګه د افغانانو د ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه ناسته چې مشري يې د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر کړې، په افغانستان کې يې د يوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او وايي د ترهګرۍ او مخدره موادو د مخنيوي په لارو چارو هم سره غږېدلي دي.
د هند، روسیې او چین د بهرنيو چارو وزيرانو په دغه ناسته کې ويل وشي،چې باید ډاډ ترلاسه شي،چې افغانانو ته مرستې له کومې ستونزې او خنډ پرته رسېږي.