Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: عمران خان ښايي په زندان کې ترور شي

خلیلزاد د ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د بګرام اډه د چین له خوا اداره کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/14

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال او بیا واک ته له رسېدو وروسته، څو څو ځله د بګرام پوځي اډې په تړاو څرګندونې وکړې او ادعا کوي چې د امریکايي ځواکونو دغه ستره پخوانۍ پوځي اډه، دامهال د چین له لوري اداره کېږي.

نوموړي په ټاکنو کې له بریا وروسته د روان کال د فبرورۍ پر ۲۶مه د کابینې په لومړۍ ناسته کې په افغانستان کې د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو خبره هم کړې وه او پر دې سربېره یې د ځانګړي سټراټیژیک موقعیت له مخې، د بګرام ستره پوځي اډه په نړۍ کې غوره هغه بللې چې په وینا یې، دامهال د چین له لوري کنټرولیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « بګرام اډه یوازې د افغانستان لپاره مهمه نه ده بلکې دا هغه ځای دی چې له چین سره یوازې یو ساعت هوايي واټن لري، چېرته چې دا هېواد خپل اټمي توغندي جوړوي. د بګرام پوځي اډې واټن دومره کم دی. دا په نړۍ کې یوه له غوره پوځي اډو ګڼل کېږي. هغه اډه چې د ځانګړي کانکرېټي جوړښت له کبله هر ډول الوتکې په کې ناسته او ولاړه کولی شي. خو موږ څه وکړل؟ موږ دغه اډه پرېښوده او اوس چین اشغال کړې ده.»

له امریکا سره د سرپرست حکومت د سولې ۱۸ میاشتنیو مخامخ خبرو اترو پرمهال په افغانستان کې د بشپړ پوځي حضور پای او د بګرام په شمول د ټولو پوځي اډو تخلیه د سولې مذاکراتو اصلي برخه وه چې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو سره هم ‌مهاله، د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګست په ۳۱مه د وروستي امریکايي پوځي تر وتلو وروسته یې واک په بشپړ ډول د سرپرست حکومت لاس ته ولوېد.

زلمی خلیلزاد چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې له اسلامي امارت سره د سولې خبرې مخ ته وړلې، اوس په تازه ټویټ کې د چین له لوري د بګرام پوځي اډې اداره کېدل رد کړي او له حقیقته یې لرې بولي.

خلیلزاد زیاته کړې: « زه باور لرم دا راپور چې کمونېست چین اوس د بګرام سټراټیژیکه هوايي اډه اداره کوي، حقیقت نه لري.»

بګرام د هېواد په شمال کې هغه پوځي اډه ده چې له ۲۰۰۱زېږدیز کال تر ۲۰۲۱زېږدیز کاله پورې امریکا د افغانستان د تېرې ۲۰ کلنې جګړې د رهبرۍ او قوماندې د اصلي مرکز په توګه ترې کار اخیست.

دغه پوځي مرکز د خپل جغرافیايي موقعیت له مخې نه یوازې د افغانستان د امنیتي وضعیت د کنټرول بلکې پر خپلو دوو اصلي سیالانو چین او روسیې د څار له کبله ځانګړی ارزښت درلود.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د ښاغلي ټرمپ دا خبرې چې په بګرام هوايي اډه کې چینایان مېشت وي او دا اډه امریکا ته ډېر زیات اهمیت لري، تر ډېره حده بابېزه او بې بنیاده خبرې دي. په دې اړه هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې شوي؛ دا خبرې د دې لپاره کوي چې خپل پخواني حریفان که دا ډیموکراټان دي که بایډن دی، هغوی وټکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې اسلامي امارت په وار وار د بګرام په تړاو د ډونالډ ټرمپ څرګندونې رد کړې دي او د نوموړي شخصي باور او انګېرنه یې ګڼي چې په هېڅ ډول واقعیت نه لري.

سرپرست حکومت ډاډ ورکړی چې افغانستان یو واحد او خپلواک هېواد دی او هېڅکله د بل هېواد پوځي حضور ته اجازه نه ور کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist