Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنيو چارو وزارت: د حکومت سیاسي اړیکو لمن د پراختیا په حال کې ده

بهرنيو چارو وزارت: د حکومت سیاسي اړیکو لمن د پراختیا په حال کې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/14

له هغې وروسته چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت وپېژندل شو، یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغان حکومت سره د سیاسي اړیکو د ځواکمنتیا او پراخولو په موخه د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو خبر ورکړی.

بهرنیو چارو وزارت وايي، تازه قزاقستان هېواد هم تصمیم نیولی چې له افغان حکومت سره خپلې سیاسي اړیکې پراخې او د سفیرانو تر کچې یې لوړې کړي.

د دغه وزارت مرستیا ویاند ضیا احمد تکل وايي، د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپلو سیاسي اړیکو کچې لوړېدو په تړاو خپل افغان سیال ته ډاډ ورکړی چې دا کار د سیاسي اړیکو د نوي پیل په برخه کې مهم بلل کېږي.

تکل په دې اړه وايي: « د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره قزاقستان تصمیم نیولی چې په لنډه موده کې به په استانه کې د اسلامي امارت رسمي سفیر ومني او کابل کې به د خپل سفارت کچه د سفیر سطحې ته پورته کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، له هغې وروسته چې روسیې د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژانده، په حقیقت کې یې نورو هېوادونو ته هم لار هواره کړه.

دوی وايي، ټول هغه هېوادونه او مهم سازمانونه چې د مسکو تر رسوخ لاندې دي، په پرله پسې توګه به د افغانستان اوسنی نظام پر رسمیت وپېژني او دغه لړۍ به ان تر نورو زبر ځواکونو هېوادونو هم وغځیږي.

د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د حکومت پر رسمیت پېژندنې لړۍ پیل شوې ده. په همدغه تسلسل کې به له روسیې متأثر او له روسیې تحت نظر حکومتونه او هغوی سره سازن د افغانستان اسلامي امارت په تسلسلي شکل پر رسمیت باندې وپېژني. ورپسې به نور ابر قدرتونه یا هغه حکومتونه چې خپلواک وي، آزاد وي او دې قدم ته نږدې کېدلی شي او دا قدم اوچتولی شي، د دې توانايي، اقتصادي او سیاسي ثبات لري، هغوی به دا قدمونه سره اوچتوي.»

د  سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « هغه هېوادونه چې له روسیې سره نږدې اړیکې لري، په چم او ګاونډ کې دي ورسره، په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا او د قفقاز هېوادونه او بېلاروس، ممکن د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني. دا چې ورځې نه بلې ته اعلان کېږي او ډېپلوماټیک سټېج تر سفارتونو لوړوي، هم د اسلامي امارت سفیران منل کېږي او هم د دغو هېوادونو سفیران راځي او په افغانستان کې کار پیلوي، دا خپله د دې مانا لري چې هېوادونه به په تدریج سره افغانستان پر رسمیت وپېژني.»

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او هېوادونه باید افغانستان سره رسمي اړیکې ټینګې کړي.

ملا خیرالله خیرخواه زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسني واقیعتونه ومني او نور هېوادونه دې هم رسمیت پېژندنې ته را وړاندې شي.

خیرخواه په دې اړه ویلي: « اسلامې امارت اوس د نړیوال رسمیت پېژندنې لپاره ټول لازم شرایط برابر کړي او نور هېوادونه دې هم د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت وپېژني. له نړیوالې ټولنې هیله لرو چې د افغانستان اوسني واقیعتونه ومني.»

روسیه لومړنی هېواد دی چې له نږدې څلور کلن ځنډ وروسته یې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت پېژندلی.
دا چې روسیه په نړیواله او سیمه ییزه کچه موثرهېواد دی، تمې دا دي چې نور هېوادونه به هم د افغانستان اسلامي امارت حکومت سره د رسمي تعامل ټینګښت ته را وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist