اغایګل مظلومیار په ټول کندهار کې یوازنی کس دی چې له تېرو څو کالو راهیسې د ګرمۍ په مهال پر خپله ریکشه کې کولر پکه نصبوي.
دی چې د نورو سپرلیو سربېره د ښوونځي ماشومان هم تر کوره رسوي وايي، د سختې ګرمۍ پر وړاندې يې دا نوښت د سپرلیو او ځان لپاره ګټور ثابت شوی.
رېکشه چلوونکی اغایګل مظلوم یار وايي: « غرمه یوه بجه ماشومان راوځي، خو سخته ګرمي وي. ما هم دا کولر ورته بسته کړ. له دې سره هم زه او هم مې سپرلۍ راحت او خوندي یو.»
د اغایګل له دې نوښت را وروسته، اوس مهال په کندهار ښار کې ډېر شمېر موټر چلوونکي له همدې نوښت ګټه اخلي، ترڅو د سختې ګرمۍ په مهال د ځان او سپرلیو لپاره سفر اسانه کړي.
ټکسي چلوونکی سید عبدالخالق وايي: « دا کولر ډېره یخه هوا کوي، زه او سپرلۍ مې ورسره هوسا یو. بل ښه والی یې دا دی چې موټر ته خاورې او دوړې هم نه راځي.»
ټکسي چلوونکی عبدالحق وايي: « دا کولر په اوبو او برېښنا چلېږي. په ورځ کې دوه ځله اوبه ور اچوو او د موټر له خپلې برېښنا ورته برق ورکوو.»
د کولر دننه اوبه او ځانګړي واښه هوا یخوي او بیا د یوه پایپ په مرسته یخه هوا د موټر داخل ته انتقالیږي.
د کندهار اوسېدونکي هم د دې نوښت ستاینه کوي او دا په ګرمه هوا کې د سپرلیو د استراحت لپاره یو ښه ګام بولي.
د کندهار اوسېدونکی محمد ګل وايي: « زه په دې موټر کې راغلم، داخل کې یې هوا ډېره ښه یخه وه او ښه سفر مو درلود. هغه موټر چې خپله اي سي نه لري، که دا کولر ورته ولګول شي، سپرلۍ به ورسره هوسا وي.»
له بلې خوا، د دې هوا سړوونکو یا کولرانو جوړونکي وايي، د تېرو درېیو کالو راهیسې د دې ډول کولرونو جوړولو ته خلکو مخه کړې او اوس د ټکسي تر څنګ د لویو موټرونو چلوونکي هم د یخي هوا لپاره له دې کولرونو کار اخلي.
کولر خرڅوونکی عین الدین وايي: « دا کولران زموږ د خپل وطن تولید دي، هم یې موټروان اخلي او هم یې خلک کورونو ته وړي. خلک د دې کولرانو له کار ډېر خوښ دي.»
کندهار چې د هوا له مخې د هېواد له ګرمو ولایتونو دی، پر موټرونو سربېره په کورونو، کار ځایونو او ورته هغه سیمو چې ورځنۍ چارې په کې مخ ته وړل کېږي، له سولر پکیو او سړوونکو ډېر کار اخیستل کېږي.