د ایراني ځواکونو له چلن خواشیني افغانان، له اوږد سفر او ورسره شوي سپکاوي له دردونو سره مل هېواد ته راستنېږي.
خو د پولي پر سر یې هېوادوال د ورورۍ، همدردۍ او ملي یووالي پیغام سره خدمت ته ولاړ دي.
د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستو ترڅنګ، هره ورځ سلګونه شخصي موټر د ولسي خلکو له خوا چمتو کېږي، ترڅو له کډوالۍ راستانه شوي خپلو اصلي سیمو ته ولېږدوي.
د هرات اوسېدونکی جلیل احمد وايي: « موږ پوهیږو چې دوی کومو سختو شرایطو کې دي، ګرمې هوا کې له شتمنیو پرته د ایران څخه را ایستل کېږي. دا زموږ د هر یوه دنده ده چې دوی سره همکاري وکړو، تر څو وکولی شو د دوی ستونزې تر یوه حده حل کړو.»
د بادغیس اوسېدونکی محمد حنیف وايي: « موږ شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ موټره د بادغیس صرافان، ځوانان او سوداګر راغلي یو. دلته د کډوالو لېږدولو لپاره په تمه یو، ترڅو بادغیس ته یې ولېږدوو.»
له بلې خوا، راستانه شوي او له سختو شرایطو راوتلي افغانان وایي، د خلکو له خوا ورسره شویو مرستو یې نه یوازې فزیکي ستړیا راکمه کړې، بلکې په زړونو کې یې هغه ملي یووالی بیا را ژوندی کړی چې کلونه یې له سترګو پناه شوی و.
له ایرانه راستون شوی رضا عارفي وايي: « موږ پرون تازه له ایرانه اخراج شوو. لاره کې زیات په تکلیف شوو، ستونزې زیاتي وې؛ خو کله چې دلته راغلو د خلکو مرستې او په ځانګړې توګه د هرات خلک چې په خپلو شخصي موټرو کې راغلي او کډوالو سره مرسته کوي، واقعاً د ویاړ ځای دی، موږ ډېر خوښ یو.«
محمد هم تازه له ایران راستون شوی، هغه وايي: « په رښتیا هم د هرات خلکو خدمات د قدر وړ دي. موږ یې باید لاسونه ښکل کړو، د یوه افغان په توګه زه له دوی مننه کوم. لوی او کوچني یې راغلي او له خپلو شخصي موټرو ګټه اخلي مسافر لېږدوي. له ټولو مننه کوم.»
مسوولین له راستنېدونکو سره د ولس همکاري ګټوره بولي، خو یاده برخه کې پر لا ډېرو مرستو ټینګار کوي.
د دوی په خبره، له دې همکارۍ سره د راستنېدونکو افغانانو ستونزې ډېرې کمې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « کومې مرستې چې د اسلامي امارت کمیسیون له خوا کېږي، د دې ترڅنګ د خلکو او خیریه بنسټونو مرستې هم د کمېټو له خوا تنظم کېږي او په واحده لاره باندې دا مرستې وېشل کېږي. همداراز د ټرانسپورټ په برخه کې چې هېوادوال مرسته کوي، دا ډېره ګټه لري او اړتیا ده چې خلک نور هم د همدردۍ او همدلۍ له مخي راشي او خپل ونډه ادا کړي.»
له سرپرست حکومت سربېره ولسي خلکو هم وروسته له هغې له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ګامونه پورته کړل چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د کډوالۍ برخه کې نړیوالو مرستندویه ادارو په یاده برخه کې د خپلو امکاناتو د کمېدو خبر ورکړ.